اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) د کل جماعتي حري?? کانفرنس چيئرمېن مير واعظ عمرفاروق د پلار او نوموړي کشميري لارښود مير واعظ محمد فاروق او عبدالغني لون د شهادت ورځ د جمعي په ورځ ??ه ښه ډول لمانځلې شوې ۔ميرواعظ محمد فاروق په 21 مئي 1990 كښې په خپل كور كښې شهيد كړے شوے ؤ ، دغسې عبد الغني لون عيدګاہ ادهيره سري نګر كښې شهيد كړے شوے ؤ۔عبدالغني لون د ميرواعظ محمد فاروق 12مې برسۍ په موقع د مزار شهيدانو دستوري څخه بيرته راتللو په مهال نامعلومه وسله وا??و شهيد كړے ؤ۔ په دې موقع آزاد کشمير،پاکستان پشمول ټوله نړۍ كښې مظاهرې شو??۔ په اسلام آباد كښې په فيصل مسجد كښې د شهيدانو لوړو درجو لپاره د خصوصي دعا اهتمام شوے او د جمعي مونځ نه پس احتجاجي مظاهرہ وكړې شو??۔چې پكښې د كشمير لپاره د پارلماني كمېټۍ چئيرمېن شهريار آفريدي، حريت لارښودو ،سول سوسائټي،کشميريانو ګڼ شمير كښې ګډون وكړو۔حريت کنفرنس په دې موقع په سوشل ميډيا خصوصي كمپائن چلولې او شهدانو ته ئې د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړي