اسلام آباد۔05 جولائی(اے پی پی)د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد وئيلی دي ازبکستان د اسلامی ورثې امین هېواد دے ، پاکستان ??و ازبکستان پخوانۍ مذهبي او كلتور?? اړيكې لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ازبكستان سفير اوېبك عارف عثمانوف سره خبرو ك??ې وكړه چا چې هغه سره د ګل په ورځ ملاقات كولو۔ ملاقات كښې د پاکستان ??و ازبکستان دوه اړخیزو اړیکو ته د ودې وركولو په شمول د شريكې خوښی په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې د پاكستان ??و ازبكستان ترمينځه په وېزا لوظنامو د پېشرفت جاج هم واخستلے شو۔ په دې مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه په تجارت ??و د سېلګرۍ په وده هم خبرې وشوې۔ ملاقات كښې د دواړو هېوادونو د قانون نافذ كوؤنكو ادارو ترمينځه د رابطو په زياتولو هم صلاح راغله۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان ??و ازبکستان پخوانۍ او كلتور?? اړيكې لري۔ ازبکستان د اسلامی ورثې امین هېواد دے ، هغه ووئيل په اسلامي خپلولۍ د تړلې شوو دواړو هېوادونو ترمينځه رابطو لا مضبوطولو ته اړتيا ده۔ پاكستان د ازبكستان وګړو لپاره وېزا كښې خاص آسانۍ وركړي?? هغه ووئيل ازبک وګړو ته پاكستان ته د راتللو لپاره به د 5 ورځو ټرانزټ وېزا هم وركولې شي۔ په دې مهال ازبك سفير ووئيل د لاهور او تاشقند ترمينځه د پي آئي اے پرواز د روانې مياشتې 2 مې نېټې نه بحال شوے۔ د هوائي سفر آسانۍ سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه سېلګرۍ او كاروبار ته وده ترلاسه شي?? هغه ووئيل د وېزې آسانيو په لوظنامه عملدرآمد سره به دوه اړخيزه رابطې لا زياتې شي