اسلام آباد 06جولائي (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي د انټر بورډ کمېټي آف چيئرمېنز ?? آئي بي سي سي س??ټي??کيټس ايکولينس لپاره جوړ كړياي پورټل څخه به زده كوٶنكو ته د خپلو تعليمي سندونو ايکولينس له آساني تر لاسه شي او وخت به بچ شي۔ وفاقي وزير د نهې په ورځ د تعليم په وزارت كښې ?? آئي بي سي سي د اي پورټل پرانسته كړې۔ په دې موقع د تعليم پارلماني سېكرټري وجيهه قمر، د تعليم سېكرټري او ?? آئي بي سي سي سېكرټريغلام علي ملاحهم موجود وٶ۔ په دې موقع وفاقي وزير شفقت محمو?? آئي بي سي سي ته په اي پورټل اجراء كولو مباركي وركړه۔ ده ووئيل دې پورټل سره به د زده كوٶنكو قېمتي تعليمي سندونو محفوظولو لپاره اېكولېنس ترلاسه كولو كښې اسانيرامخې ته شي او د دې ټرېكنګ به هم وكرے شي۔ ده ووئيل په اي پورټل د آن لائن فيس جمع كولو سهولت هم شته چې ورسره به د زده كوٶنكو بېنكونو ته د تګ حاجت پاتې نه شي۔ وفاقي وزير ووئيل ?? آئي بي سي سي د اېكولېنس پخوانې نظام به هم كار كوي ځكه چې په كومو سيمو كښې آن لائن سهولت نشته ھغوي ?? آئي بي سي سي دفترو څخه د خپلو سندونو اېكولېنس كولې شي۔ شفقت محمود ووئيل ګرد هېواد كښې نزدې30 تعليمي بورډ كار كوي او د دې نه علاوه د كېمبرج او نور نړيوال بور??ز هم شته او د دې ټولو په مشاورت سره دا نظام جوړ كړے شوے۔