اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د پارلمان ډيجيټلائزېشن لپاره د آټومېشن عمل تر جنوري كال 2023 بشپړولو ته اړتيا ده٬ د پارلمان ډيجيټلائزېشن سره به د دواړو ايوانونو په قانون سازۍ كښې بهتري راشي٬ د دې خيالاتو څرګندونه صدر د پارلمان د سائبر صلاحيتونو لرونكې جوړول?? پ??قله د غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني، د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر، د انفارمېشن ټېكنالوجي اېنډ كميونيكېشن وفاقي وزير امين الحق، د انفارمېشن ټي??نا??وجي اېنډ ټېلي کميونيکېشن سې??رټ??ي محمد سهېل راجپوت، د سېنېټ سېكټرېټ سې??رټ??ي محمد قاسم صمد خان، د قامي اسمبلۍ سېکرټري طاهر حسېن، د نېشنل انفارمېشن ټې??نا??وجۍ بورډ غړو او د انفارمېشن ټې??نا??وجۍ وزارت چارواكو پشمول لوړ پورو ګډون كو??و۔ صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل جديد ټېكنالوجي به پارلمان كښې د منصوبه بندۍ٬ نګرانۍ او د کنټرول عمل لا بهتر كړي٬ پارلماني غړو ته به د آئي ټي د جديدو لوازماتو څخه ډېټا او فائلونو ته رسنه ترلاسه شي٬ دغسې د انفارميشن ټي??نا??وجي اېنډ ټيلي کميونيکېشن وزارت لخوا غونډې ته د منصوبې په موجوده صورتحال او پېشرفت بريفنګ وركړے شو۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول ډيپارټمنټل ډويلپمنټ ورکنګ پارټۍ منصوبې لپاره څلورو كالو لپاره 1950 مېليونه روپۍ منظورې كړي٬ سږ كال منصوبې لپاره 120 مېليونه روپۍ بېلې كړې ??وي، د پراجيکټ سټاف خدمات ترلاسه كولو لپاره عمل پېل كړے شوے كومې لپاره چې په ورځپاڼو كښې اشتهارات وركړے شوي او په دې لړ كښې د انفارميشن ټي??نا??وجي اينډ ټيلي کميونيکېشن وزارت منصوبه تر كال 2023 د بشپړولو باور وركړو۔ صدر په منصوبه د انفارميشن ټي??نا??وجۍ وزارت د كاركردګۍ ستائنه وكړه او د خپلې مرستې باور ئې وركړو۔