اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په دوه ورځنۍ دوره ازبكستان ته رسېدلے۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن٬داخله وزير شېخ رشيد احمد٬د سمندري چارو وفاقي وزير علي حېدر زيدي٬د وزيراعظم د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف او عاطف خان هم د وزيراعظم سره ملګري دي۔وزيراعظم عمران خان به د ازبكستان صدر شوكت مرزيوف س??ه ملاقات كوي۔د ملاقات په مهال به د تجارت٬معيشت او نور?? څانګو د مرستې په چارو د خيالاتو څرګندونه كېږي۔ د وزيراعظم دوره د ازبكستان سره د دوه اړخيزه تجارت٬سيمه ايزو روابطو او امنيت په لړ كښې د اهميت وړ ده۔ د وزيراعظم د دورې په مهال به د دواړو هېوادونو ترمينځه د ګټې په بېلو مهمو لوظ نامو او د مفاهمت په يا??ښتونو لاس ليك كېږي۔ چې پكښې د مصنوعات نقل او حمل٬د دواړو هېوادونو چيمبرز آف كامرس ترمينځه مرسته٬تجارت٬تعليم٬كلتور او د سېلګرۍ غوندې څانګې شاملې دي۔