لاهور۔24 جولائی (اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې آزاد كشمير كښې د تحريك انصاف د كاميابۍ اعلان به د لال حوېلي نه بهر كوم۔ د ماتې خوړولو له يرې اپوزيشن ژړا فرياد پېل كړے دے۔ نواز ش??یف او مریم نواز به د خپلو ژبو دلاسه زيان پورت?? كوي۔ د مريم نواز ژبه به د دهغې سياست د مينځه يوسي۔ نواز شريف سره د را ايجنټ ملاقاتون?? كوي۔ وزیراعظم عمران خان به راروانو 6 مياشتو كښې د پاكستان د معيشت نقشه بدله كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د خالي په ورځ په د نادرا مېګا سنټر ایجرټن روډ دورې په مهال خبري كن??رنس ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل نن به د آزاد كشمير ټول ټاكنو كښې پاكستان تحريك انصاف كاميابي ترلاس?? كولو سره حكومت جوړ كړي او د مسلم ليګ نون او د پيپلز ګوند ژړا فرياد به پېل شي۔ اپوزیشن د ماتې نه منلو قسم خوړلے دے۔ هغه ووئيل نواز شريف او د هغ?? كورنۍ لوټ مار كولو سره بهر تلې۔ نواز ش??یف دې نن د بېرته راتللو اعلان وكړي هغه ته به د رېنجرز او پوځ سېكورټي وركړم۔ نواز ش??یف د جی اېچ کیو ګېټ نمبر 4 پېداوار دے۔ هغه ووئيل كه زما وس وشو نو دې لويو غلو ته سزا وركولو له به د چين په ډول قانون راوړم۔ د شهباز شريف حوالې سره هغه ووئيل هغه سياست كښې بې دركه دے او مريم سياست كوي۔ د شهباز شريف كار چار سره غمرازي كول او يا مباركي وركول پاتې شوے دے۔ هغه ووئيل د (ن) ليګ كوم سياسي سباؤن نشته۔ د نواز شريف غېر ذمه واره خبرې به هغه ته زيان ورسوي۔ هغه ووئيل نواز شريف پ?? كومه خله د كشميري اولس خبر?? كوي۔ اصل كشميرې زه يم۔ داسې وګړے داخله وزير دے د كوم رشته چې د لال حوېلي نه تر لال چوك تړلې ده۔ نواز شريف مودي سره ټينګې اړيكې لرلې او اوس لندن كښې ناست?? كولو سره غېر ذمه وارې خبرې كوي۔ هغه ووئيل اپوزيشن د آزاد كشمير ټاكنو كمپائن كښې داسې ژبه كارولې چې ورسره د كشميري اولس زړه آزار شوے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم عمران خان د كشمير مقدمه ګرده نړۍ كښې په ډاګ?? كوي او د كشمير د آزادۍ تحريك كښې به پاكستان هغوي سره اوږه په اوږه روان وي۔ هغه ووئيل راوروانې 6 مياشتې مهمې دي د پاكستان په ضد هند او اسرائيل هائبرډ وار كړے دے۔ هغه ووئيل چين سره زمونږ تل پاتې ملګرتيا ده۔ په داسو بند به كار ډېر زر پېل شي۔ د باشا ډېم جوړېدو سره به برېښنا زيات مقدار كښې ترلاسه شي۔ هغه ووئيل وزيراعظم عمران خان هغه كار كوي چې ورسره به د هېواد او قام تقدير بدل شي۔ وزيراعظم عمران خان امريكا ته اېبسولوټلی ناټ وئيلو سره د لو??ې لارښود كېدو ثبوت وركړے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل اپوزیشن دې د شور كولو په ځائې د راروانو ټاكنو تيارۍ ته پام وګرځوي۔ د آزاد كشمير د ټاكنو كمپائن د 4 مياشتو نه روان دے۔ دغلته لويې حلقې نشته د دې په مقابله كښی د پاكستان په ټول ټاكنو كښې حلقې لويې دي كومو لپاره چې د اوږدې مودې كمپائن ته اړتيا ده۔ اپوزيشن بايد د اوس نه د ټاكنو تيارې پېل كړي۔ هغه ووئيل اپوزيشن په ميډيا تقريرون?? كوي كه د ميډيا د لارې څوك لو??ې لارښود جوړېدے شو نو نو زه به د ټولو نه لوئے لارښود وم۔ زه يو سيټ لرم۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل مولانا فضل الرحمن دوه درې وارې د كشمير كمېټۍ چيئرمېن پاتے شوے ولې د هغه كاركردګي ناقص پاتې شوه۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې شېخ رشيد ووئيل د افغان لور چا تښتولې نه وه هغه بې دركه يا وركه شوې وه۔ هغه ووئيل افغان حكومت ته مو بلنه وركړې چې هغوي دې راشي زه دا مسئله حل كوم چې د بې دركه كېدو پېښه چرته رامخې ته شوې وه۔ هغه ووئيل د اف??ان??تان پولې سره 96 فيصده ازغن تار لګولے شوے دے۔ د روانې مياشتې په مهال به دا 100 فيصده ته ورسي۔ ايران سره 46 فيصده ازغن تار لګولې شوې دې۔ هغه ووئيل د اف??ان??تان مسئلې د هغوي خپلې دي او هغوي به ئې خپله حل كوي۔ د خبري كن??رنس نه وړاندې وفاقي وزير د نادرا سېنټر دوره وكړه او دغلته ئې د سك سېشن سرټيفكېټ اجراﺀ پرانسته هم وكړه۔