اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د ??ور??يو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي هند په پاكستان كښې د ترهګرې په پېښو كښې ككړ دے، ?? عمران خان حكومت د آزادې د هلو ځلو ملاتړ روان ساتلے، ?? افغانستان امن د پاكستان امن دے، ??هباز شريف ته تفاهم لپاره رامخې ته كېدل دي، د نالائقه اپوزيشن څخه حكومت كوم خطر نه لري. د شورو په ورځ په انسټي ټيوټ آف سټېرټېجك سټډي كښې مېډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل په دې منطقه كښې حالات په تندې سره بدلېږي، راتلونكې شپږ مياشتې منطقې لپاره ډېرې مهمې دي. وزيراعظم عمران خان د منطقې حالات په نظر كښې ساتلو سره د خارجه وزير شاه محمود قريشي په مشرې كښې كمېټي جوړه كړې چې پكښې د ??ور??يو چارو وزير او د اطلاعات وزير هم شامل دي. ده ووئيل د افغانستان پرېكړې افغان قام له كول دي، دوي چې كومه هم پرېكړه وكړي،هغه به مونږ ته قبوله وي. ده ووئيل د 680 مركزونو څخه د وېكسي نېشن 2 لكه سرټيفيكې??س جاري كړے شوي . ده ووئيل 280 ګاډي به د وېكسي نېشن سرټيفيكې??س جاري كوي. ده ووئيل د ??ور??يو چارو وزارت او د ټولو ذيلي ادارو نه به د بدعنوانه ملازمينو خاتمه كوو. ده ووئيل هند نړيوال خبريالان پاكستا?? ته د راتګ څخه منع كړي كومه چې د افسوس وړ خبره ده، مونږ د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې حل غواړو. د عمران خان حكومت به د كشميريانو د آزادې د هلو ځلو ملاتړ روان ساتي. د هند ادارې پاكستان غېر مستحكم كول غواړي، په پاكستان كښې د ترهګرې په پېښو كښې هند ككړ دے. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د اوسني حكومت مهم كار په پاكستان كښې د اوبو ذخيرې جوړول دي، دې سره به د اوبو مسئلې حل شي او ارزانه برېښنا به هم پېدا شي. ده ووئيل د نواز شريف نوم په اي س?? اېل كښې د اچولو په ضد شهباز شريف درخواست نه دے كړے، ?? دې وخت تېر شوے، ??وس كه چرته هغه د ټاكنو په وخت پاكستا?? ته راځي نو نېغ به زندا?? ته ځي. ده ووئيل شهباز شريف هغه حكومت عملي اختيار كړې كومه چې نواز شريف د سعودي څخه پاكستا?? ته د راستنېدو په وخت اختيار كړې وه