مظفرآباد۔4 اګست(اے پی پی) د ??زا?? جموں كشمير د قانون سازې اس??بل?? نوې ټاكلي قائد ايوان سردار عبد القيوم خان نيازي د ټاكلے كېدو نه وروستو غونډه كښې د خيالاتو څرګندونې په ??هال ووئيل زه به د اولس د هيلو له مخې د كار كولو هڅې كوم۔ د پاكستان وزيراعظم عمران خان ویژن له مخې د رياست د اولس خېر ښېګړه ٬ هائيډرل ٬ روغتيا ٬ زده كړې ٬ مواصلات او روډ انفراسټركچر ښه كول اولنۍ ترجيح ده۔هغه د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان ٬ سېف الله نيازي ٬ وفاقي وزير ??لي امين ګنډا پور ٬ د پي ټي آئي ??زا?? كشمير صدر بېرسټر سلطان محمود چوهدري ، سردار تنویر الیاس او د اس??بل?? غړو مننه وكړه كومو چې په ??غه باور كړے۔ هغه ووئيل عمران خان د كشميريانو وكيل ٬ سفير او محسن دے٬ د هغه په ??ژن عمل كولو سره د رياست د اولس خېر ښېګړه اولنۍ ترجيح ده۔ هغه ووئيل اپوزيشن به د ځان سره روان ساتم او د رياست اولس خېر ښېګړې له به په ګډه كار كوؤ۔ هغه ووئيل نن پاكستان او ??زا?? كشمير كښې د احساس پروګرام ترسېوري لاندې د هېلت كارډ اجرا مهمه كارنامه ده۔ هغه ووئيل سبا د استحصال ورځ لمانځؤ۔ هغه ووئيل د پاك پروردګار په ??ضل نن دې منصب ته رارسېدلے ??م او دعا كوم چې زه د رياست د هيلو له مخې كار وكړے شم۔دغسې د قائد اعوان خطاب نه پس غونډه تر نامعلومه مودې وځنډولې شوه