اسلام آباد۔7اګست(اے پی پی) صدر ??ملکت ډاکټر عارف علوی د اطلاعاتو او خپرونو د نېشنل ډیجیټل انفارمېشن پلېټ فارم ’’ اېن ډی آئی پی‘‘ منصوبې ترسېوري لاندې د قامي ميډيا د ډیجیټلائزیشن پرانسته وكړه۔ د خالي په ورځ ??اك چائنه فرېنډ شپ سنټر كښې په دې حقله يوه پروقاره دستوره كښې صدر ??ملکت ډاکټر عارف علوی د قامی میډیا ډیجیټلائزېشن منصوبې ترسېوري لاندې د پاکستان ټېلی وژن ، رېډیو پاکستان ، اېسوسی ایټډ پریس آف پاکستان ، پېمرا ، پی آئی ډی ، ډیجیټل میډیا ونګ او میډیا یونیورسټی پرانسته وكړه۔ دستوره كښې د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر ، د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر چوهدري فواد حسېن ، د اطلاعاتو او خپرونو وزیر فرخ حبیب ، د بشري حقونو وفاقي و??یر?? ډاکټر شیرین مزاري ، احتساب او کورنیو چارو لپاره د وزیراعظم خاص مرستیال شهزاد اکبر او د سېنېټ د اطلاعاتو او خپرونو كمېټۍ چيئرمېن سناتور فېصل جاوید په شمول نور اعلی چارواكي هم موجود وو