اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان امر كړې دې چې د “احساس څوك نهر وده نشي ” پروګر??م له مخې بې وسه كسانو ته دې ښه خوراك وركړې شي۔ د جمعې په ورځ د پروګرام دائره كار پراختيا په موقع وزيراعظم ا??ر وكړو چې بې وسه كسانو ته د خوراك د معيار په بابله بايد ??وه ګيله رامخې ته نشي۔ د غربت تخفيف لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې سينيټر ډاکټر ثانيه نشتر او د پاكستان بېت المال مينيجنګ ډائريکټر ملك ظهير عباس کھوکھر وزيراعظم ته په پروګرام كښې د پراختيا پحقله بريفنګ وركړو۔ دوي ووئيل چې “څوك نهر وده نشي” پروګر??م له مخې اوس مهال په پنځو ښاريو كښې د ټركونو د لارې خوراك تقسېمېږي٬ په دې موقع وزيراعظم عمران خان ملتان٬ ګوجرانوله او لاهور لپاره خوراك تقسيمولو لپاره د څلورو نوې ټركونو پرانسته وكړه، د دې نه پس به اوس په 7 ښاريو كښې د 16 ټركونو د لارې خوارك تقسيمولې شي۔ وزيراعظم ته ووئيل شول چې اكتوبر څخه په 29 ښاريو كښې د 40 ټركونو د لارې د پروګرام دائره كار پراخه كولې شي او د دې نه پس به هره ورځ 40 زره كسانو او كال كښې 14 لك?? 60 زره كسانو ته خوراك رسولې شي۔ د دې پروګرام د لارې مزدورانو ته مفت خوراك وركولې شي٬ تر اوسه په پنځو ښاريو كښې اته لك?? 31 زره نه زيات كسانو ته خوراك رسولې شوې دې۔ د سږني كا په پېل كښې وزيراعظم د دې عزم پخلې كړې ٶ چې څوك به وږې نه وده كېږي او احساس څوك نهر وده نشي اقدام د وزيراعظم د دغه عزم د عملي كولو ??وه كړۍ ده٬ شتمند او فلاحي ادارې په دې اقدام كښې شاملولو لپاره احساس څوك نهر وده نشي عطيات فنډز هم جوړ كړے شوے دے