اسلام آباد 08ستمبر (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي پاكستان د مستحكم افغانستان خوښي لري٬پاكستان د افغانستان او د افغان اولس بهتري غواړي٬د افغانستان عبوري حكومت څخه د امن او استحكام هيله لرو٬افغان اولس ډېرې ستونزې ليدلي٬اوس هغوي امن غواړي٬نړۍ د افغانستان د صورتحال جاج اخلي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو پ?? ورځ نجي ټي وي چينل پروګرام كښې د خبرو پ?? مهال كړې۔ده ووئيل طالبانو پ?? افغانستان كښې عبوري حكومت اعلان كړے٬م??نږ ګڼو چې د عبوري حكومت اعلان په افغانستان كښې د ګورننس سټركچر چلولو لپاره ضرورې ؤ ٬م??نږ هيله لرو چې د افغانستان نوې انتظاميه به امن٬امنيت او استحكام لپاره مرستياله وګرځي۔ده ووئيل پاكستان غواړي چې په افغانستان كښې په پراخا بنيادونو حكومت جوړ شي٬په دې كښې هېڅ شك نشته چې په افغانستان كښې بيلې نسلي ډلې وجود لري۔ده ووئيل طالبانو بيان وركړے چې دا يو عبوري حكومت دے٬په پراخا بنيادونو حكومت جوړولو په ا??ه اوس طالبان څنګه او څه اقدامات كوي دا د هغوي كورنۍ پريكړه ده۔ده ووئيل د شورو پ?? ورځ د افغانستان صورتحال په ا??ه دوه مهمې غونډې شوي٬يو د منطقېد خارجه وزيرانو ورچوئل كنفرنس شوے چې پكښې دافغانستان شپږ ګاونډيانو هېوادونو ګډون كولو٬په كنفرنس كښې د افغانستان د موجوده صورتحال په حقله د خيالاتو څرګندونه شوې۔ ده ووئېل م??نږ هڅه كړې د افغانستان ګاونډي هېوادونه پخپلو كښې مشاورت وكړي٬دې لپاره م??نږ نن يو مېكنزم جوړ كړے چې د مشاورت سلسله به روانه وي۔ده ووئيل د امريكې او المان په كوربتوب كښې د افغانستان په ا??ه شوې وزارتي ورچوئل غونډه كښې پاكستان له بلنه وركړی شوې وه ٬ ما په دغه غونډه كښې د پاكستان نقطه نظر وړاندې كړے ٬ په غونډه كښې د نړۍ د بېلو هېوادونو خارجه وزيرانو ګډون كولو ۔ ده ووئېل ماته د هغوي څخه دا تاثر ترلاسه شوےاو هغوي ګڼي چې طالبانو څه كړي نو هغه مثبت وو٬اوس نړۍ دا ليدل غواړي چې د هغوي عملي اقدامات به څه وي۔ده ووئيل د پاكستان مقاصد څرګند دي٬پاكستان يو امن ناكه او مستحكم افغانستان غواړي۔د يوې پوښتنې په ځواب د?? ووئيل د چين خارجه وزير سره زما خبرې شوې٬د دې نه علاوه د شورو پ?? ورځ په غونډه كښې د كومې كوربتوب چې پاكستان كولو پ?? هغې كښې هم د چين خارجه وزير ګډون كولو۔هغوي هم د نورو هېوادونو غوندې د افغانستان د بدل شوي صورتحال جاج اخلي۔د طالبانو د بيانونو او د هغوي د عملي اقداماتو جاج اخستو نه پس به پريكړه كولې شي چې د سباؤن څه تګلاره ده۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب د?? ووئيل د پاكستان نوعيت د نورو هېوادونو څخه مختلف دے٬زم??نږ نوعيت دا دے چې م??نږ افغانستان سره په جغرافيائي توګه تړلې شوي يو٬د پاكستان او افغانستان پوله شريكه ده٬د افغانستان تجارت د پاكستان څخه كېږي٬د انخلا عمل په مهال پاكستان نه يوازې نړۍ له آسانۍ وركړي بلكې م??نږ زمكيزه لاره هم نه ده بنده كړې او چا چې باقاعده دستاويزات لرل م??نږ هغوي لپاره خپله لاره پرانستې ساتلې