اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي) د اف??انستان د لنډمهاله حكومت د اطلاعاتو معاون وزير ذبيح الله مجاهد د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د وزيراعظم عمران خان د وېنا ستائنه كولو سره وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان لخوا د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې د نړيوالې ټولنه څخه اف??انستان سره د ښو روابطو جوړولو غوښتنه د ستائنې وړ ده، مونږ په دې د ده مننه كوو، اف??انستان ټولې نړۍ سره ښې اړيكې غواړي، اف??انستان د تجارت او اقتصادي چارو پشمول په ټولو څانګو كښې د ګاونډي هېوادونو مرستې ته اړتيا لري، د هېواد ادارې فعاله شوې دي، هڅه كوو چې په مالياتي نظام كښې سپېځلتيا راولو، نړيواله ټولنه دې په مقبوضه كشمير كښې د هند مظالم بند كړي، د كشمير، ميانمار او د فلسطيني وروڼو به سياسي او سفارتي ملاتړ كوو، د پاكستان امن او امان مونږ لپاره هم مهم دے، د پاكستاني او اف??ان اولس روابط د دواړو هېوادونو په ګټه دي، مونږ به د پاكستان پشمول د كوم هم هېواد په ضد د اف??انستان د خاورې كارولو چا ته هم اجازه ورنه كړو. د اتوار په ورځ پي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې يو شمېر هېوادونو ?? امريكې او نړيوالې ټولنې په وړاندې زمونږ په حق كښې غږ پورته كړے، شپږ ورځې وړاندې چين او روسيې هم زمونږ د حكومت په حق كښې خبره كړې ده. قطر، ازبكستان او ځينې نورو هېوادونو هم مثبت دريځ خپل كړے. پاكستان زمونږ ګاونډي هېواد دے، د ده دريځ هم د ستائنې وړ دے. پاكستان د نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه كړې ده چې هغه دې اف??انستان سره ښه روابط جوړ كړي. مونږ په دې دريځ د پاكستان مننه كوو، اف??انستان سره د نړيوالې ټولنې روابط ضروري دي. ذبيح الله مجاهد ووئيل چې د اف??انستان د ګاونډي هېوادونو اړيكې هم ډېرې مهمې دي. اف??انستان د تجارت او اقتصادي چارو پشمول په ټولو څانګو كښې ګاونډي هېوادونو ته اړتيا لري. مونږ هيله لرو چې ګاوندي هېوادونه به په نړيواله كچه د اف??انستان په اړه خپل مثبت كردار روان وساتي. ده ووئيل چې په پنجشېر كښې نښته پاې ته رسېدلې، زياتره ځائي مشران، علماكرام او مجاهدين مونږ سره دي، مونږ چا سره جنګ نه غواړو، كه كومه ډله جګړه كول غواړي يا د بريد كو??و هڅه وك??ي نو سخت ځواب به وركولې شي. ده ووئيل چې په هېواد كښې امن وي نو اف??انان يو بل سره مينه لرونكي خلق دي، اوس وخت راغلے چې اف??ان قوم د هېواد پرمختګ او خوشحالې لپاره كار وك??ي، مونږ غواړو چې اوسې د رغونې كارونه وشي، سړكونه او پلونه جوړ شي، خلقو لپاره چې كورونه جوړ كړو. ده ووئيل چې په اف??انستان كښې ?? امن نه پس زمونږ ترجيح ده چې تجارت وده وك??ي، د ازبكستان څخه تر بلخ اف??انستان د رېل پاټلې غزول شوې ده، اف??انستان به پېښور او د پاكستان نورو سيمو سره تړلې شي. د سي پېك پروژه هم مهمه ده، په دې كښې د لږ تحقيق ضرورت دے، غواړو چې په دې پروژه كښې شامل شو، ټوله اسيا يو بل سره تړلو لپاره د يوې لوئې لارې جوړول خوشبينه دي. ده ووئيل چې مونږ ټولې نړۍ سره ښې اړيكې غواړو، پاكستان زمونږ ګاونډي هېواد دے، د اف??انانو دوهم كور دے، د لكونو په شمېر اف??ان مهاجرين اوس هم په پاكستان كښې مېشته دي، پاكستان سره يو شمېر څيزونه شريك دي، زمونږ ژبه، مذهب شريك دے، مونږ يو ډول رسم و رواج لرو، زمونږ پوله شريكه ده، مونږ پاكستان سره نزدې او ښې اړيكې غواړو. ده ووئيل چې كه د پاكستان د دورې بلنه راغله نو زمونږ مشران به په دې غور وك??ي. ده ووئيل چې مونږ د ګاونډي هېوادونو د بېرغ او حريت احترام كوو، هيله ده چې دوي به هم زمونږ د بېرغ او خپلواكې احترام وك??ي، په انفرادي توګه كوم تن غلطي كولې شي?? بايد دې سره اړيكې خرابې نه شي. ده ووئيل چې كه كوم تن په انفرادي توګه غلطي وك??ي يا د پروپېګنډې ښكار كېدو سره غلطي وك??ي نو هغه د هېواد نمائندګي نه كوي، په طورخم كښې د پاكستاني بېرغ د بې حرمتې پېښه اف??وس ناكه وه، مونږ په پېښه خفه شوي يو، د سپكاوي په اقدام كښې درې څلور كسان ككړ وو كوم چې ګرفتار كړے شوي دي، څوك چې هم د دواړو هېوادونو د اړيكو خرابو??و هڅه وك??ي، كارروائي به كولې شي. د پاكستان حكومت او اولس به په انفرادي توګه شوې د دې پېښې تور په اف??ان دولت نه لګوي. دبيح الله مجاهد ووئيل چې د پاكستان، روسيې، چين، ازبكستان، ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو استازو هم د اف??انستان دورې كړې دي، غواړو چې د اف??ان دولت استازي هم د بېلا بې??و هېوادونو دوره وك??ي. ده ووئيل چې كشميريان زمونږ مسلمانان وروڼه دي، نړيواله ټولنه دې په مقبوضه كشمير كښې د هند مظالم بند كړي، د كشمير، ميانمار او فلسطيني وروڼو سياسي او سفارتي ملاتړ به روان ساتو.