اسلام آباد۔5اکتوبر(اے پی پی) صدر ډاکټر عارف علوی د وفاقي محتسب كونډې ته د كم پېنشن وركولو پرېكړه مسترد كولو سره ای او بی آئی ته د خاوند د حق د وفات كېدو نېټې نه كونډې له د پېنشن وركولو هدايت كړې دے۔ د لاهور عارف محمود نومې وګړي كونډې عائشه عارف د تېر كال 2020 نومبر ??ياشتې په 25 مه نېټه د وفاقي محتسب پرېكړې په ضد اپيل وكړو په ??وم كښې چې هغه د ای او بی آئی شپږ مياشتو بقاياجات ادائيګۍ سره د پېنشن منظورۍ پرېكړه په ځائې وساتله۔ د صدارتی سېکرېټرېټ (پبلک) د هدايت لمخې دا حكم د ياد كړې شوي حكم ترلاسه كېدو ن?? وروسته په دېرش ورځې كښې بايد عملي كړې شي۔ د كېس اورېدنه د جولائي په 14 مه نېټه شوې۔ صدر ممكت ووئيل چې د 1976 د اېکټ دفعه 22B د سروائیورز پنشن په اړه د??۔ د دې لمخې ژوندے پاتے شوے د ژوند ملګرے د پنشن اخستو حق لري۔ په پرېكړه كښې وئيلي شوي دي چې دا اېكټ د سېكشن 22 (3) په ډول حقدار چرته هم نه منع كوي او ن?? ئې محدود كوي۔ حكم كښې دا هم وئيلي شوي دي چې د مسلمان په مړينه د وراثت او ن??ر ټول حقونه لاګو كیدل پېل كېږي۔ دغسې د اېمپلائز اولډ اېج بېنېفټ اېکټ 1976 دفعه 22B او عام اصول نظر كښې نيولو سره دا خبره ښكاره د?? چې شكايت كننده د خپل خاوند د حق رسېدو ورځې نه د پنشن حقداره د??۔ وفاقی محتسب دا مهم اړخ نظر انداز كولو سره په ناقابل دفاع بنيادونو د خواست كوؤنكې خواست مسترد كړو۔ وفاقي محتسب په 29 نومبر ??ال 2017 د خپل خاوند د حق رسېدو ن?? وروسته شكايت كوؤنكې ته د پنشن بقايا جات وركولو په ضد د ايجنسۍ پرېكړه په ځائې وساتله۔ د خواست كوؤنكې خاوند ته تر خپل وفات كېدو د اي او بي آئي څخه پنشن ترلاسه كېدو۔ شکایت كوؤنكې (كونډې) د پسماندګانو د پېنشن درخواست جمع كړو د ??وم چې ايجنسۍ د فرورۍ اولنۍ نېټې كال 2019 څخه يوازې د شپږ مياشتو د بقايا جاتو ادائيګۍ سره منظوري وركړې وه۔ صدر مملكت اي او بي آئي ته كونډې له د 29 ستمبر ??ال 2017 څخه د ټولو بقاياجاتو ادا كولو امر وكړو۔