اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ ??و د مېنځني ختيځ چارو خاص مرستيال ??و د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي په اسلام كښې په جبر د واده يا د مذهب بدلولو كوم تصور نشته، د حض??ر اكرم صلی الله عليه وآله وسلم نړۍ ته د راتګ په مقاصدو كښې يو مقصد مېرمنو ته عزت وركول دي، رسول كريم صلی الله عليه وآله وسلم چې اقليتونو ته كوم حقونه وركړي هغه نړۍ لپاره د لارې مشالونه دي. ده دا خبرې د شورو په ورځ د سريت طبيه په رڼا كښې د اقليتونو او مېرمنو د حقونو په عنوان سې??ينار ته په خپله وېنا كښې وكړې. سې??ينار د مذهبي چارو وزارت، د پاكستان علماﺀ كونسل ??و د انټرفېتھ هارمني كونسل په شركت راجوړ شوے ؤ. حافظ محمد طاهر محمود اشرفي ووئيل اسلا?? د ??من، سلامتيا، محبت او روادراې دين دے. د پاكستان په آئين او قانون كښې ټولو اقليتونو ته تحفظ وركړے شوے، په تعليمي ادارو كښې اقليتونه د خپلو مذهبي كتابونو لوستلو بشپړه آزادي لري. ده ووئيل ام المومنين حضرت خديجه ﴿رض﴾ تر ټولو وړاندې اسلام قبول كړے ؤ بلكې د اسلا?? د ??قانيت ګواهي ئې هم وركړې وه. بايد مونږ په خپل سوچ د اسلام مهر ونه لګوو، په اسلام كښې د جينكو په تعليم كوم بندېز نشته. ده ووئيل د پاكستان جوړېدو لپاره پرېكنده ووټونه د اقليتونو وو. ده ووئيل په سندھ كښې په جبر د مذهب بدلولو په شا وډېره دے. دې سره د اسلام هېڅ تعلق نشته. اسلا?? د ??ې څخه بري دے. ده ووئيل د رحمت اللعالمين صلی الله عليه وسلم اتهارټۍ جوړولو مقصد په ځوانانو او ټوله نړۍ كښې سيرت نبوي﴿ص﴾ عام كول دي. سې??ينار ته د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن ډاكټر قبله اياز او نورو هم وېنا وكړه. دغسې په سې??ينار كښې د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو هم ګډون كولو.