اسلام آباد 23 اکتوبر(اے پي پ??﴾ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د ترهګرې په پېښو كښې د پاك پوځ د شهيد شويو ځوانانو كورنيو سره په ټيليفون غمرازي وكړه. صدر مملكت د اكتوبر په 17مه نېټه په شمالي وزيرستان كښې شهيد شوي د سېف ال??ه خټك كورنۍ ته ټيليفون وكړو. صدر د سپاهي محمد فهد او تنوير احمد كورنيو سره هم خبرې وكړې كوم چې سږ كال د اكتوبر په 5مه نېټه په شمالي وزيرستان كښې په يوه چاودنه كښې شهيدان شوي وو. دا ټيليفون صدر مملكت د معمول د روايت له مخې كړے. صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د پاك پوځ د شهيد شوو ځوانانو كورنيو سره غمرازي وكړه او وې وئيل چې ټول قوم د د??ي پ?? غم كښې برابر شريك دے. صدر مملكت سږ كال د اكتوبر په 4مه نېټه په شمالي وزيرستان كښې د شهيد شوي سپاهي عامر اقبال كورنۍ ته هم ټيليفون وكړو. صدر مملكت غم جنو كورنيو سره غمرازي وكړه او د شهيدانو لوړو درجو لپاره ئې دعا وكړه. ده د قوم امنيت لپاره د د??ي قربانيو ته پېرزوينه وړاندې كړه.