لاهور 07 نومبر(اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي ابلاغ خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي چې په دې وخت كښې په ټوله نړۍ كښې ګراني ده او د نړۍ په لويو لويو هېوادونو كښې د تېرو 50 كلونو د ګرانې ريكارډ ماتېږي، په م??طقه كښې تر ټولو ارزان پېټرول په پاكستان كښې دي?? شوګر مافيا په هر دور كښې د بلېك مېل كولو كار كړے، له بده مرغه چې په دوي كله لاس واچول شي نو دوي د عدالتونو څخه د امتناع حكم راوړي، سندھ د هېواد دښمنې ثبوت وركړے، كه شوګر ملز په وخت چلېدلي وو نو نن به د چينې بحران نه پېدا كېدو. د اتوار په ورځ خبري كانفرنس ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې پاكستان 60 لكه ټنه چينې ته ضرورت لري، تېر كال چيني كمه پېدا شوې وه خو سږ كال بمپر فصل شوے، سږ كال به 70 لكه ټنه چيني پېدا كې??ي. ?? زيات فصل په وجه م??نږ ته د وخت نه وړاندې كرشنګ كول وو او ملونه چلول وو خو سندھ د هېواد دښمنې ثبوت وركولو سره تر اوسه م??ونه ونه چلول، كه د سندھ ملونه چلېدلي وو نو نن به د چينې بحران نه وو. ده ووئيل چې د نومبر د 15مې نېټې نه به د پنجاب ملونه روان شي. ده ووئيل چې اپوزيشن د اوزګارو ټولګې دے كوم چې اولس رد كړے، دوي اولس سره نه بلكې خپل سياست سره سروكار لري، مونږ د طاقت د استعمال پلوي نه يو، 13 كروړه خلقو لپاره مو ??حساس پروګرام راوړے او د دې به غريب اولس ته ډېره ګټه ورسي. ده ووئيل چې عمران خان يواځنې وزيراعظم دے چې زړه ئ?? اولس سره درد كوي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې مذاكرات ښه آپشن دے.