اسلام آباد 16نومبر(اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي كه افغانستان يوازې پرېښودلے شي نو دا منطقې او ټولو لپاره د زيان وړ ګرځېدے شي٬د هند په لمسه او د منفي رويې د لارې د اشرف غني حكومت د افغانانو ترمينځه په مذاكراتو كښې خنډ راولاړولو ۔ده دا خبرې د نهې په ورځ د افغانستا?? په صورتحال د سېنېټ د خارجه چارو د قائمه كمېټۍ غونډې ته د خاص بريفنګ وركولو په مهال وكړې۔د كمېټۍ غونډه د كمېټۍ مشرې شيري رحما?? په مشرۍ كښې د پارليما?? په ودانۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې خارجه وزير د افغانستا?? په صورتحال غونډې ته خاص بريفنګ وركولو كښې ووئيل د 15م اګست نه پس زمونږ دا حكمت عملي پاتې شوې چې افغانستان سره زمونږ تعميري رابطه په بحال پاتې شي٬د افغانستا?? په اړه د پاكستان د كردار ستائنه شوې۔ده و??ئيل زما په خيال پاكستان د خپلو اقداماتو د لارې د نړيوالې ??ولنې قائل كولو هڅه كړی چې بايد مونږ د تېر وخت د غلطو نه زده كړه كولو سره افغانستان يوازې پرې نه ږدو٬مونږ هڅه كړې چې امريكا په دې خبره قائل كړې شي چې د افغانستان څخه لا تعلقي د چا په ګټه نه ده٬مونږ د اروپائي ائتلاف هېوادونو قائل كولو هڅه هم كړې او دوي ته مو وئېلي چې مونږ د وړاندې نه د 30 لكه افغان كډوالو كوربتوب كوو٬ ده و??ئېل د اروپائي ائتلاف هېوادونو زمونږ خبرې ته پام كړے۔ده و??ئيل د ترهه ګرۍ خطرې نه يوازې مونږ بلكې ټولو لپاره د اندېښنې وړ دي۔ده و??ئيل مونږ د 15م اګست نه پس په افغانستان كښې انساني بحران ته د نړيوالې ??ولنې پام راوګرځولو۔نړيوالې ??ولنې د افغانانو د انساني مرستې كولو اشاره وركړې٬مونږ د نړيوالې ??ولنې اندېښنې د طالبانو لنډ مهاله ح??ومت ته رسولي دي٬ده و??ئېل مونږ د افغانستان ګاونډيانو هېوادونو سره د مشاورت مكنزم جوړ كړے۔شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ د طالبانو لنډ مهاله مشران قائل كړي چې دوي د نړيوالې ??ولنې اندېښنې لرې كړي٬زمونږ په بلنه د دوي د لنډ مهاله خارجه وزير امير خان متقي په مشرۍ كښې د لوړې پاې وزارتي پلاوې پاكستان ته راغلے۔ده و??ئيل افغانستان د 38 ملين نفوسو هېواد دے٬هلته د تېرو دوو كلونو نه د قحط غوندې صورتحال دے٬مونږ د ګاونډي په حېث هغوي ته داروګان٬خوراك او نوره انساني مرسته رسولې۔ده و??ئيل د افغانستان ټول 34 ولايتونه طالبانو سره دي او په افغانستان كښې د امن او اما?? په صورتحال كښې بهتري راغلې۔ده و??ئيل د 15م اګست نه پس په سوشل مېډيا د هند لخوا په پاكستان د بندېزونو لګولو كمپائن وچلولے شو كوم چې پاكستان بې نقابه كړو۔ده و??ئيل 40 كاله پس په افغانستان كښې د امن امكان پېدا شوے دے