پېنډۍ ۔22نومبر(اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د هېواد سباؤن د زده كوؤنكو او پوهنتونونو په لاس كښې دې كوم چې د يو هېواد تقدير بدلولې شي ، د امریکا اسټینفورډ پوهنتون د درې ټرېلين اقتصاد رامخې ته كړې، د پوهنتونونو وائس چانسلران دې د هېواد د پرمختګ هدفونه وټاكي٬ پاكستان د زرعي برآمداتو يوه لويه ذريع?? جوړېدې شي٬ ماډرن اېګریکلچر پراخه موقعې لري٬ زده كوؤنكي كمپنۍ جوړولو سره د لائيو سټاك په شمول سمارټ فارمنګ كښې مرسته كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ پير مهر علي شاه باراني پوهنتون كښې زده كوؤنكو ته خ??اب كښې وكړه۔ هغه ووئيل د پاكستان د جوړېدو په وخت يو پوهنتون وو او اوس 200 پوهنتونونه دي۔ ملتا??، فېصل آباد، ټنډو آدم ٬ لسبېله او پېنډۍ كښې زرعی پوهنتونونه په زړه پورې كار كوي۔ هغه ووئيل د پوهنتونونو او نجي كاروباري ادارو ترمينځه بايد تړون وي۔ وفاقي وزير ووئيل دا خبره خوشبينه ده چې لويې شمېر زده كوؤنكي په زرعي پوهنتونونو كښې موجود دي۔ هغه ووئيل زده كوؤنكو له به د هېواد په معاشي پرمختګ كښې برخه اخستل وي۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان كښې چې څه وخت د كووډ اولننې كېس رامخې ته شو نو دغه مهال مونږ كووډ سره اړوند كوم څيز نه تيارولو۔ ماسک، وېنټی لېټرز او د کووډ حفاظتی کټس به بهر څخه درآمد كولې شؤ٬ مونږ سره د سېنی ټائرز کمې وو۔ يوازې د 7 مياشتو په كمه موده كښې پاكستان كووډ سره اړوند څيزونه په ځائي كچ?? جوړول پېل كړل۔ هغه ووئيل اسلام آباد په نړۍ كښې يو ځانګړې مقام لري۔ د نړۍ 63 فیصده آبادی د اسلام آباد نه د درې ساعته په مسافت ده۔ هغه زده كوؤنكو ته مشوره وركړه چې هغوي دې د پوهنتون نصاب سره سره په نړۍ كښې د روان ريسرچ هم مطالعه و??ړي??