اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر په مشرۍ كښې زرعي مصنوعات لپاره د قامي اسمبلۍ د خاص ك??ېټ?? غونډه د نهې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې شوې۔ په غونډه كښې د خوراك وفاقي وزير سيد فخر امام، د تعليم صوبائي وزير شهرام خان ترکئۍ، د قامي اسمبلۍ غړو شاندانه ګلزار، نفيسه خټك، صاحبزاده صبغت الله، د صوبائي اسمبلۍ غړو محمد علي، د خوراك وفاقي وزارت او د تماكو بورډ لوړ پورو ګډون كولو۔ ك??ېټ?? پ??ېك??ه وكړه چې پاکستان تماکو بورډ د سګرېټ اړوندې كمپنۍ په سختۍ سره پابندې كړي چې ھغوي كروندګرو څخه 1.4 مېليونه كلوګرام سر پلس ډکليئر شوي تماكو اخستل باوري كړي۔ غونډه كښې پ??ېك??ه وشوه چې پاكستان ټوبېكو بورډ دې د سګرېټ ټولې كمپنۍ پابندې كړي چې ھغوي د خپلې كوټې له مخې كروندګرو څخه تماكو واخلي او په دې لړ كښې په ??نګ??مي بنيادونو اقدامات وكړي۔ ك??ېټ?? دا خبره واضحه كړه چې په دې لړ كښې به هېڅ ډول بې غوري نه برداشت كېږي۔ ك??ېټ?? امر وكړو چې كمو كمپنو د خپلې كوټې له مخې كروندګرو څخه تماكو نه دي اخستې ھغوي ته دې شوګاز نوټس جاري كړے شي او د دوي په ضد دې قانوني كاروائي پېل كړې شي۔ په غونډه كښې پ??ېك??ه وشوې جې د تماکو د فصل د لږې نه لږه بيعه دې 260 روپۍ د كلو په سر مقرر كړې شي