اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې منطقه٬ او په نړۍ كښې امن ٬ پرمختګ او د سوكالۍ شريك هدفونه ترلاسه كولو لپاره به د اجتماعي نړيوال نظام (ګلوبل آرډر) ملاتړ جاري ساتو ٬ سارك د تنګ نظره سياسي اېجنډو ??خه آزادولو سره د دې بيا ژوندي او فعاله كولو ته اړتيا ده ٬ پاکستان د هر ډول نړيوالې او سيمه ايزې شخړې برخه نه جوړېدو پرېكړه كړې ده۔ د زيارت په ورځ د آئي اېس اېس آئي تر سېوري لاندې” سوله ايز او د سوكاله سوئيلي آسياء” په سرخط “اسلام آباد كانكليو” ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل زمونږ نړۍ بدېلږي٬ د ګڼو قامونو نظريه تنها خوښي يا يو اړخيزه سوچ لرونكي قوتونه ماتوي. هېوادونه قام پرست اېجنډو پلو ستېنږي٬ د طاقت څرګندونه يو نوې معمول جوړېږي٬ د لويو قوتونو ترمېنځه مقابله او اړې ګړې زياتېږي كوم چې تصادم پلو راښكلې كېږي ٬ د دې په نتيجه كښې نوې مخالفتونه او رقابتونه سر پورته ??ولې شي او نړۍ بيا د ډلو د سياست نذر كېږي٬ د يو نوي سرد جنګ ظهور كېدل محسوسېږي٬ د وسلو انبارونو كښې اضافه او نوې رامخې ته شوې جنګي ټېكنالوجۍ ??خه د حربي چارو بنيادي تقاضې په بدلېدو دي۔ ده ووئيل د جارحانه جنګي نظامونو په منظر عام راتلل٬ د اشتعال انګيزۍ نظرياتو رامخې ته ??ېدل او د جارحانه جنګي قوتونو اظهار٬ اړې ګړې زياتولو او پوځي مهم جوئۍ عوندې عوامل د وړاندې نه د ستراتېژك عدم استحكام ښكار زمونږ منطقې لپاره د نورو خطرو موجب جوړېږي٬ په سوئيلي آسياء كښې ستراتېژك استحكام لپاره د اتومي صلاحيتونو پحقله په متفقه توګه د رامخې ته شوې بنديزونه او روايتي ځواكونه ضروري دي۔ ده ووئيل د سوئيلي آسياء نزدې د څلورمې برخې آبادۍ مسكن دے٬ چرته چې د نېټ سكيورټي پروائيډر غوندې د نظرياتو وده كول، د منطقې د نورو هېوادونو جائز سياسي٬ معاشي او د سلامتيا مفادات ??خه قصداً صرف نظر كول دي۔ د کشمير پحقله خارجه وزير ووئيل د ملګرو ملتونو په اېجنډا د جمو و كشمير شخړه د يوې اوږدې او قديم مسئلې په توګه موجود ده كوم چې تراوسه د كشمير د مېړني اولس د هيلو له مخې د حل منتظر ده٬ دا په اتومي “فلېش پوائنټ” كښې د بدلېدو احتمال لري كوم چې به سيمه ايز او نړيوالې سلامتيا لپاره تباه كن وي٬ دې منطقې د چين او هند ترمېنځه د محاذ آرائۍ٬ د نيپال او هند ترمېنځه د پوله ايزې شخړې او د بنګله دېشن او هند ترمېنځه د اوبو د شخړې مشاهده كړې ده٬ سري لنکا د خپل تاريخ په 25 كاله كښې خونړي بغاوت سره مخ شوې دې٬ افغانستان د تېر?? څلورو لسيزو راهسې شخړو ??خه راتېرېږي۔ ده ووئيل مونږ له د قامي سلامتيا لائحه كښې انساني سلامتيا ته ??ركزيت وركولو ته اړتيا ده ٬ يعني په سلامتيا آډانه پاليسو ??خه به په منطقه كښې پرمختګ او سوكالۍ پلو تلل وي٬ دا ھغه حقيقي چېلنجونه دې چي نن سوئيلي آسياء ورسره مخ ده٬ پاکستان خپل پام بدلولو سره جيو اكنامكس پلو ګرځولې ده٬ منطقه تړل نننې ھغه ټكې دې چې ورته ??ركزيت او مقبوليت ترلاسه دے٬ دا مونږ ته ??امي او سيمه ايز پرمختګ لپاره بلها موقعې راكولې شي٬ ده ووئيل پاکستان د كراچۍ او ګوادر بندرځايونو د لارې د چين لوېديزو برخو او د مېنځنۍ آسياء جمهوريتونو نړيوالو سمندرونو ته رسنې لپاره لنډه لاره وركوي٬ د پاکستان او چين د سدا بهار ستراتېژك کوآپريټو شراکت دارۍ دا طره امتياز د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېك) رابطې استوارولو يوه بهترين او مثالي منصوبه ده۔ ده ووئيل د پاكستان معاشي بدلون سره سره سي پېك منطقې يو بل سره تړلو لپاره هم يو اهمه لاره ده۔ د سوئيلي آسياء سوكالۍ لپاره په منطقه كښې سيمه ايزه مرسته ??ازمي ده پاکستان د اجتماعيت او مرستې وړ سوچ او په فكر آډانه په پراخه معاشي او اقتصادي شراكتدارۍ زور رواړي۔ ده ووئيل د نورو يو شمېر هېوادونو غوندې پاكستان د معاشي سټركچرل وجوهاتو ??خه پېدا شوې ګڼ شمېر غېر روايتي امنتيي مسئلو سره مخ دې چې پكښې ماحولياتي تغير، خوراك، توان او د آبي بحران، آبادۍ كښې اضافه٬ د ښارونو بې ترتيبه خپرېدل او د غربت غوندې مسئلې شاملې دي٬ خارجه وزير ووئيل د عمران خان حکومت قامي سلامتيا لپاره د رامخې ته سنګين خطرې ادراك كولو سره د دې اثرات كمولو لپاره هڅې كوي٬ تجارت٬ سرمايه كاري٬ د انفرسټركچر ترقي٬ د انرژۍ سكيورټي٬ زراعت٬ په سېلګرۍ كښې مرسته او اولسې رابطې زياتول زمونږ ترجيحات دي٬ د پرېكړو كوٶنكو او د محقيقينو ترمېنځه خليج به ماتول وي او د رائيو د اتفاق وړ بيانيې به وړاندې كول وي٬ د اسلام آباد كانكيو غوندې فورمز په دې لړ كښې اهم كردار لوبولې شي