بخارسټ 10 جنوري (اے پي پي) خارجه وز??ر مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې پاكستان رومانيه سره په پراخا بنيادونو نتيجه وركوونكې اړيكې جوړول غواړي. ده دا خبرې د ګل په ورځ په بخارسټ كښې د رومانيه وز??راعظم نكولائي چيوكا سره د ملاقات په مهال وكړې. د رومانيه د وز??راعظم چيف آف پر??ټو??ول د خارجه وز??ر هركلې وكړو. خارجه وز??ر د رومانيه وز??راعظم ته د وز??راعظم عمران خان او پاكستاني مشرتابه لخوا د نېكو هيلو پېغام ورسولو. د ملاقات په مهال خارجه وز??ر مخدوم شاه محمود قريشي د دواړو هېوادونو ترمېنځه په تاريخي او ښه اړيكو رڼا واچوله. خارجه وز??ر ووئيل چې پاكستان رومانيه سره په پراخا بنيادونو نتيجه وركوونكې اړيكې جوړول غواړي. ده ووئيلچې د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې په دوه اړخيزه څانګو كښې بهتري د دواړو هېوادونو د مشرانو د وژن څرګندونه ده. خارجه وز??ر د كورونا وبا مخ نيوي لپاره د رومانيه د اقداماتو ستائنه ??كړه او پاكستاني اولس لپاره ئې د رومانيه د حكومت لخوا د واكسين د 500,000 خوراكونو په ډالې د وز??راعظم نكولائي چيوكا مننه ??كړه. د رومانيه وز??راعظم د افغانستان په تناظر كښې د پاكستان د كردار او د رومانيه د وګړو په ويستلو كښې د اسلام آباد لخوا د شوې مرستې ستائنه ??كړه. د ملاقات په مهال په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم خبرې وشوې. خارجه وز??ر په مقبوضه كشمير كښې د صورتحال سنګيني او د افغانستان په تناظر كښې د پاكستان مثبت كردار په ډاګه كړو. خارجه وز??ر په اروپائي اېتلاف كښې پاكستان لپاره د جي اېس پي پلس په اړه د رومانيه ستائنه ??كړه. د رومانيه وز??راعظم د خارجه وز??ر د دورې هركلې كولو سره د نېكو هيلو په څرګندونه د وز??راعظم عمران خان مننه ??كړه.