اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي)د كابينې غړو يو پلاوي د نهې په ورځ په ستاره ماركيټ اسلام آباد كښې د احساس ونډو سينټر دوره كړې ۔د وزيراعظ?? خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر پلاوي ته د احساس ون اسټاپ شاپ سروسز په اړه بريفنګ وركړو كوم چې 14 د بېلو طبقو څخه تعلق لرونكې كسان يو ځاې كړي۔په پلاوي كښې د منصوبه بندۍ او پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير اسد عمر٬د تعليم او پېشه وره چارو وفاقي وزير شفقت محمود٬د سمندري چارو وفاقي وزير علي حېدر زيدي٬د صنعت او پیداوار وفاقي وز??ر خسرو بختيار٬د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر قاس?? خان سوري٬د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب شامل وو۔پلاوي د احساس پراخا آسانيو او خذمات مشاهده كولو لپاره د مركز دوره وكړه او مستحقينو سره يې ملاقات وكړو۔ډاكټر ثانيه نشتر ووئيل ونډو سينټرز زياتوو دغسې چې عام وګړي ته تر احساس پروګرامونو رسنې لپاره د سنګل ونډو د لارې آسانۍ وركړی شي۔د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر ووئيل احساس ون اسټاپ شاپ د وزيراعظم د مدينې رياست وژن عكاسي كوي چرته چې پسمانده كسانو ته تر احس??س كفالت٬احساس سكول وظيفې٬احساس نشوونما٬احساس انډر ګريجوېټ سكالرشپس٬احساس لنګر خانو٬احساس د سود نه غېر قرض او تر احساس تحفظ د يو چت ??اندې رسنه ترلاسه وي۔د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود ووئيل د خوشحالۍ خبره ده چې د غريبانانو خېرښېګړی په اړه د احساس ټول پروګرامونه په يو ځاې وړاندې كولې شي٬په خاص توګه احساس سكول وظائف د بې وسه كورنيو بچو ته د اعلٰی او ثانوي تعليم د لارې ګټه رسوي۔د صنعت او پیداوار وفاقي وز??ر خسرو بختيار ووئيل دا مركز د فلاحي رياست حقيقي څرګندونه ده۔ده ووئيل ټول 3700 يوټېلټي سټورونه آؤټ ليټس احساس راشن سبسډۍ وركولو لپاره موجود دي كوم چې زموڼږ حكومت د 20 ملين پسمانده كورنيو ته د كووېډ په سوب د ګرانۍ اثرات څخه بچ كولو لپاره يو خاص اقدام دے۔د احساس لخوا سېكرټري عصمت طاهره٬ډي جي نور رحمان٬ډي جي نويد اكبر هم په دې موقع موجود وو