اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي حکومت به خپله پنځه كاله پورا كوي٬ ګراني او بې روزګاري به ختموٶ٬ د ډالر په مقابل كښ?? به د روپۍ قدر مستحكم كېږي٬ د هېواد دوه ك??رنيو د هېواد دولت په بې دړدۍ لوټ كړے٬ څلور واړه شريفان د پاكستاني سياست نه وتلي دي، د اپوزيشن په لانګ مارچ كښ?? به خنډان نه راولاړوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په داخله وزارت كښ?? پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښ?? ده ووئيل په ورثه كښ?? د پاتې خرابې معاشي وضعې له امله په مجبورۍ كښ?? د آئي اېم اېف شرطونه هم منل وي٬ عمران خان چې آئي اېم اېف سره مراجعه ك??ي نو ناسمه خو چې دوي كوي درست وي ۔ ده ووئيل اپوزيشن كه غواړي چې لانګ مارچ وكړي يا لونګ مارچ تر ھغه وخته به خنډان نه راولاړوو تر څو ئې چې د قانون خلاف ورزي نه وي كړې۔ ده ووئيل پاکستان 23 وارې د آئي اېم اېف پروګرام اخستے ۔ ده ووئيل اوس به د ډالر په مقابل كښ?? د روپۍ قدر ښه كېږي۔ ده ووئيل څلور مياشتې پس بلدياتي انتخابات كېدونكي دي٬ په 23م مارچ د پاكستان تاريخي پرېډ دے چې پكښې به مهم شخصيت ګډون كوي او د چين جے اے 10سي به هم فلائنګ پاسټ كوي٬ اپوزيشن په دې و??ځ ولې مارچ كوي؟۔ وفاقي وزير شېخ رشيد ووئيل په اېپكس كمېټۍ كښ?? هم افغانستان او افغانانو لپاره وزيراعظم د نېكو جذباتو او په انساني بنيادونو د مرستې ذكر كړے۔ د ميډيا د پوښتنو په ځواب وفاقي وزير ووئيل آئي اېم اېف سره مراجعه مجبوري وه٬ د لوي څښتن په حكم به د عمران خان حکومت ??نځه كاله پورا كوي۔ ده ووئيل د دې قام اصل مسئله معاشي ده ك??مه چې په ورثه كښ?? راته پاتي شوې٬ په ماضي كښ?? چې كوم لوټ مار شوے او قامي خزانه په بې دردۍ لوټ كړې شوې د هغې د زيان سره ټول قام مخ دے۔ د افغان پولې پحقله وفاقي وزير ووئيل په 2600 كلوميټره پوله ازغن تار لګولے شوے