صوابي 20 جنوري (اے پي پي)د قامي اسمب??ۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي د سختو معاشي حالاتو باوجود وزيراعظم عمران خان د اولس خېرښېګړې لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي٬د عمران خان په مشرۍ كښې هېواد په سم اړ?? روان دے۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ په پنچ پير صوابۍ ضلع كښې وركرز كنوشن ته په خپله وېنا كښې وكړې۔په دې موقع د دفاع وزير پروېز خټك پشمول نور مشران هم موجود وو۔د قامي اسمب??ۍ سپيكر اسد قيصر ووئيل په موجوده قامي اسمبلۍ كښې د اولس خېرښېګړې لپاره تاريخي قانون سازي شوې۔موجوده صوبائي حكومت په خېبرپښتونخوا كښې د بې مثاله پرمختائي ??رو??و اجرا كړې كومو سره به چې په صوبه كښې د رغونې او پرمختګ نوے دور پېل شي۔په دې موقع د دفاع وزير پروېز خټك هم وركرز كنونشن ته وېنا وكړه۔د دفاع وز??ر ووئيل په ټوله صوبه كښې به ګوند منظم كولې شي۔ده ووئيل د قامي اسمب??ۍ سپيكر سره په ګډه ټولې ډلې د خېبرپښتونخوا خذمت كړے۔ده ووئيل د وېلج كونسل د كاركنانو په مشوره به د تحصيل او ضلعې تنظيمونه تشكيلولې شي