اوسلو 27 جنوري (اے پي پي) د افغانستان د لنډ مهاله حكومت استازو او د ټولنې د بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو افغانانو په ټولو وګړو زور راوړے چې ھغوي په هېواد كښې په زړه پورې تنيجو لپاره په ګډه كار وكړي ٬ دا خبر?? د ??وسلو خبرو نه پس په مشتركه جاري بيان كښې شوې۔ د ناروے حکومت په سرکاري وېب پاڼه جاري بيان كښې وئيلي دي د اوسلو غونډې ګډون كوٶنكو تسليم كړې چې تفاهم او شريكه مرست?? د ??فغانستان د مسئلو يوازنے حل دے۔ د بيان له مخې ګډون كوٶنكو دا ډول ملاقاتونه د هېواد په ګټه ګرځولي۔ ګډون كوٶنكو د دې خبرې تصديق كړے چې افغانستان د ټولو افغانانو مشتركه كور دے او په دې خبر ټېنګار شوے چې ټولو افغانانو لپاره په هېواد كښې غوره سياسي، اقتصادي او د سلامتيا نتيجو لپاره په ګډه كار كولو ته اړتيا ده ۔ ناروے د افغان د لنډ مهاله حكومت نمائندګان د 23 نه تر 25 جنورۍ په اوسلو كښې د ځائي چارواكو او د نړيوالې ورورولۍ نمائندګانو سره سر?? د ??ول سوسائټۍ بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو او نورو افغانانو سره ملاقاتونو لپاره رابللې وٶ٬ د ناروے خارجه و??ار?? وئيلي دي ټولې ډلې په افغانستان كښې د رامخې ته شوو مسئلو حل لپاره اماده كول دي او ناروے د څو كلونو راهسې طالبانو سره خبرې كوي۔ بلخوا د افغان حکومت پلاوي د اوسلو غونډه يو مهم پېشرفت ګرځولے