اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي)د پارليماني چارو وزير مملكت علي محمد خان وئېلي اتحادي ګوندونه د حكومت سره ولاړ دي او سباؤن كښې به هم ولاړ وي٬اپوزېشن دې د عدم اعتماد په تحريك كښې ناكامۍ سره مخ كېږي۔ده ووئيل اتحاديان د وزيرعظم عمران خان پ?? قيادت باور لري٬د تېر?? دري نيمو كلونو په مهال اتحاديانو په هره موقع د حكومت ملګرتيا كړې٬اپوزېشن وړاندې هم د حكومت په ضد تحريك كښې ناكامۍ سره مخ شوے ؤ ٬اوس به هم مخ كېږي۔د نهې په ورځ يو نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل اتحادي ګوندونه خپل سياست او نظريه لري٬هغه په تحريك انصاف كښې ض?? ش??ي نه دي٬د خپلې رائے څرګندونه د اتحادي ګوندونو حق دے٬ په تېر وخت كښې هم اتحاديانو د خپلو اندېښنو او تحفظات څرګندونه كړې او وزيراعظم عمران خان د هغوي سره په ګډه تحفظات لرې كړی هم دي۔