اسلام آباد 15 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب وئيلي دي مولانا فضل الرحمان د درې نيمو كالو راهسې بې روزګاره دے٬ وړومبے په د دوو سيمو او اوس پرې د كور خلقو هم عدم اعتماد كړے، حکومت به قائم وي او اتحاد به هم قوي وي٬ وزيراعظم عمران خان به خپله آئيني موده ترسره كوي او راتلونكې پنځه كاله به هم د ده حكومت وي۔ د نهې په ورځ د دفا?? وزير پروېز خټك سره خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل پاکستان تحريک انصاف د خېبرپښتونخوا په اوسنيو بلدياتي ټاكنو كښې ښكار كاركر??ګي ښودلې ، د دوېم پړاٶ په بلدياتي ټانكو په نتيجو كښې ډېره بهتري راغلې۔ ده ووئيل مولانا فضل الرحمان په وړومبي ځل په كال 2018 انتخابات كښې ماتې سره مخ شوے ؤ او اوس په بلدياتي الېكشن كښې هم په خپل كور ماتې سره مخ شوے۔ د عدم اعتماد تحريک پحقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل اپوزيشن غړو په وخت بې دركه كېدو پخپل قيادت د بې باورۍ څرګندونه كړې ۔ ده ووئيل د مولانا فضل الرحمان پشمول نور غله به په اقتدار كښې نه د اډياله په زندان كښې وي