كراچې 05 مارچ (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې پاكستان ته د آئي ټي په څانګه كښې د نور ??رې??وېټس ضرورت دے ځكه چې نړۍ ته په دې څانګه كښې دا ??رې??وېټس زيات پكار دي، چپ مېنوفېكچرنګ به تر كال 2030 د 1.3 ټرېلين او په سباٶن كښې به آئي ټي څانګه د اربونو ډالر صنعت وي كوم لپاره چې د آئي ټي په څانګه كښې د 80 مليونو نه د زيات ??رې??وېټس ضرورت دے. ده دا خبرې د خالي په ورځ په عثمان انسټي ټيوټ آف ټېكنالوجي﴿يو آئي ټي﴾ پوهنتون كښې جو??ې شوې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. صدر مملكت د پاكستان د وړومبي اوپن سورس آر آئي اېس سي- وي مائيكرو پروسېسر په ډيزائن كولو د يو آئي ټي او د دې ډلې ته مباركي هم وركړه. صدر مملكت ووئيل چې باي?? مونږ زيات نه زيات ??رې??وېټس پېدا كړو. بايد سركاري او نجي ادارې دې څانګې ته زيام پام وكړي دغسې په هېواد كښې نور ??رې??وېټس پېدا كېدے شي. ده ووئيل چې پاكستان د كوانټم لېب په جوړولو غور كوي. ده د ورچوئل پوهنتون او قائداعظم پوهنتون ستائنه كولو سره ووئيل چې دوي په دې څانګه كښې ??رې??وېټس تيارولو سره غوره كار كوي. ده ووئيل چې مونږ به د آئي ټي څانګې لپاره هر ډول ملاتړ روان ساتو. ده د يو آئي ټي پوهنتون د كاركردګۍ ستائنه كولو سره ووئيل چې پوهنتون په آئي ټي انډسټرې كښې د لوئې خلا پوره كولو زبردست كار كړے.