اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د اېم كيو اېم د قومي اسمبلۍ غړي خالد مقبو?? صديقي د ج??عې په ورځ ملاقات وكړو. د وزيراعظم دفتر د م??ډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مه??ل په مجموعي سياسي صورتحال خبرې وشوې. په دې موقع وزيراعظم په خپلو خبرو كښې ووئيل چې په دې وخت كښې د هېواد ستونزې حل كولو لپاره ټولو ته په ګ??ه د كار كولو ضرورت دے. ده ووئيل چې د سياسي ګټو نه بالا كېدو سره د هېواد ګټه او اولس ته ريليف وركول د وخت مهمه تقاضا ده. د قومي اسمبلۍ غړي خالد مقبو?? صديقي د اېم كيو اېم لخوا وزيراعظم ته د بشپړ ملاتړ باور وركړو.