اسلام آباد 25 ا??رې?? (اے پي پي) د وفاقي وزير مرتضٰی محمد په مشرۍ كښې د خر??ف موسم لپاره د سرې د وركړې او رسنې لپاره د فرټيلائزر ريوو كمېټۍ غونډه د ګل په ورځ وشوه۔په غونډه كښې د سرې كمپنو استازو او د زرعي محكمو ص??بائي چارواكو ګډون كولو۔غونډې ته په بريفنګ كښې ووئيل شول د ا??رې?? نه تر ستمبر پورې د يوريا سرې پېداوار تر 3.2 ملين مېټرك ټنه رسېدو هيله ده۔دغسې د ا??رې?? نه تر ستمبر د يوريا آف ټيك 3.4 م??ين مېټرك ټن ته رسېدلے شي۔سږ كال به د يوريا او نورو سرو په غوښتنه كښې زياتوالي كېږي دغسې په غونډه كښې د دوه لكه ټنه يوريا سرې د بهر نه په راوړولو هم غور وشو۔وفاقي وزير ووئيل د يوريا د قاچاق او ذخيره كولو مخ نيوي له تګلاره به جوړولې شي او د سرو كمپنۍ دې د يوريا په بيعه كښې په زياتوالي نظرثاني وكړي۔ده ووئيل كروندګرو ته د سرو په وخت وركول به باوري كولې شي