اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف سر د برتانيې د وسله والو ځواكونو وزير جيمز هيئپي د شورو په ورځ ملاقات كړے۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي د پ??كستان او يو كے ترمينځه تل پاتې همكاري موجود ده او دواړه هېوادونه او اولسونه تاريخي روابط لري۔وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې د پ??كستان او برتانيې ترمينځه به انهانسډ سټريټجك ډائيلاګ(اي اېس ډي)شريكې خوښې په څانګو كښې دوه اړخيزه روابط لا قوي كولو له مرست?? ترلاسه شي۔دوي د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت او سرمايه كارۍ لا زياتولو خواهش څرګندونه وكړه۔د دواړو هېوادونو ترمينځه روان كال سفارتي اړيكو 75مې سالګرې په اړه وزيراعظم د دې توقع څرګندونه وكړه چې دا به ښه ډول لمانځلې شي او د دې څخه به د دواړو هېوادونو ترمينځه د مرستې لا زياتولو نوې موقعې ترلاسه شي۔وزيراعظم په افغانستان كښې د امن او استحكام په اهميت ز??ر راوړولو سره په افغانستان كښې د انساني الميې څخه بچ كېدو لپاره په بېړنو بنيادونو د ضروري اقدامات كولو اهميت رامخې ته كړو۔ده ووئيل د 4 كروړ افغانانو خېرښېګړی ته پام كول پكار دي۔د يوكرين په معامله د تشويش څرګندونه كولو سره وزيراعظم ووئيل د روانې شخړی څخه پرمختګ كوونكې هېوادونه ځپلې شوي ۔ده په دې معامله د پ??كستان اصولي دريځ هم پخلے وكړو۔ده په نړيوالې ورورورلۍ ز??ر راوړو چې د ملګرو ملتونو چارټر او نړيوال قوانين له مخې د دې مسئلې سفارتي حل لټولو هڅه وكړي۔وزيراعظم د مقبوضه كشمير صورتحال څرګندولو سره د هند پ??مول په منطقه كښې د امن ودې لپاره د پ??كستان د عزم څرګندونه وكړه۔وزيراعظم د جمو كشمير شخړې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو او كشميري اولس خواهشاتو له مخې پرامن حل لټولو په اهميت ز??ر راوړو۔ده په سوئېلي آسيا كښې مستحكم عسكري توازن په ځاے ساتلو په اهميت هم ز??ر راوړو۔د برتانيې وزير هم د دواړو هېوادونو ترمينځه د تاريخي اړيكو ذكر كولو سره د تجارت او سرمايه كارۍ پشمول په بېلو څانګو كښې دې ته د ودې وركولو خواهش څرګندونه وكړه۔ده په خاص توګه د 15 اګست 2021 نه پس په افغانستان كښې د شوي پیشرفت په لړ كښې د غېر ملكيانو انخلا پشمول د برتانيې سره د پ??كستان په مرسته د خپل حكومت لخوا مننه وكړه