اسلام آباد۔29مئی(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئي??ي دي شپه او ورځ سخته خواري كولو سره به پاكستان سوكاله هېواد جوړوؤ د پېټرولیم مصنوعاتو په بيعو ??ښې اضافه مو په زړه د كانړي اېښودلو سره ??كړه ولې دې سره سره ??و 8 كروړه بې وزله كسانو لپاره د 28 اربه روپو سبسډي اعلان كړه٬ په بلوچستان ??ښې سولييزې بلدياتي ټاكنې د ډاډ وړ دي٬ د دې نه دا ثابته شوه چې په لرې پرتو سيمو ??ښې ??ښې ژوند كوؤنكې اولس په جمهوري نظام باور لري٬ محمد نواز شريف د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره سخته خواري كړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ په مانسهره ??ښې د پرمختيائي منصوبو پرانستې په موقعه لويې اولسي غونډې ته خطاب ??ښې وكړه۔ وزیراعظم د ائیرپورٹ او 45 کلومیټره اوږدې مانسهرہ – مظفرآباد موټروے منصوبو په شمول د يو شمېر پرمختيائي منصوبو پرانسته وكړه۔ په دې موقعه مریم نوازشریف، سېنېټر پرویزرشید، انجینئرامیرمقام، د اطلاعاتو وفاقي وزير مريم اورن??زې?? ، مرتضیٰ جاویدعباسی، پخوانې اعلی وزير مهتاب عباسی او د سردارمحمدیوسف په شمول اېم اېن اېز ٬ اېم پي اېز او نور شخصيات موجود وو۔ وزیراعظم په خپل خطاب ??ښې ووئيل زه نن په اولني ځل په موټروے سفر كولو سره دلته راغلې يم۔ نن ما په سفر ??ښې دا محسوس كړه چې محمد نواز شريف په پاكستان ??ښې په زړه پورې موټروېز جوړې كړې دي۔ ده ووئيل د اسلام آباد مری اېکسپرېس وے څخه د تېرېدو په وخت دا احساس كېږي چې نواز شريف د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ له څومره خواري كړې ده۔ وزیراعظم ووئيل كه پاك پروردګار موقعه راكړه نو پېښور ته به د لاهور او خېبر پختونخوا ته د پنجاب په څير د پرمختګ موقعې وركولو له ګامونه پورته كولې شي خو دې لپاره به د خېبر پختونخوا اولس له پرېكړه كول وي۔ وزیراعظم ووئيل عمران خان د يو كروړ ملازمتونو وركولو ادعا وكړه خو چا يوه نوكري هم موندلې نه ده٬ د ده په دور ??ښې د 30 لكه نه زيات كسان بې روزګاره شول٬ اولس سره د 50 لكه كورونو وعده وكړې شو ولې يوه خښته هم د ده په دور ??ښې نه ده لګېدلې۔ ده ووئيل زه تاسو سره ??وظ كوم چې پاكستان به يو سوكاله او پرمختګ كړې هېواد جوړوم۔ ده ووئيل د پېټرولیم مصنوعاتو په بيعو ??ښې اضافه مو په زړه د كانړي اېښودلو سره ??كړه ولې دې سره سره ??و 8 كروړه بې وزله كسانو لپاره د 28 اربه روپو سبسډي اعلان كړه۔ ده ووئيل عمران خان د خپل حكومت په وروستيو ورځو ??ښې د تېلو بيعې هغه مهال ټيټی كړې كله چې هغه په نړۍ ??ښې زياتېدې٬ ده ته معلومه وه چې په آئيني توګه به دې له حكومت څخه بهر كولې شي ځكه ده مونږ لپاره جال خپور كړو۔وزيراعظم ووئيل زه د اولس د تكليفونو او ستونزو احساس لرم ٬ د زر تلافي اعلان په دې تناظر ??ښې شوې دې۔ ده ووئيل د 28 اربه روپو پېكج لاندې به 8 كروړه خلكو ته دوه زره روپۍ د مياشتې سبسډي وركولې شي۔ ده ووئيل د سبا نه به د خېبر پختونخوا په ټولو يوټېلټي سټورونو ??ښې د 10 كلو اوړو تروړه په 400 روپۍ ترلاسه كېدې شي۔ ده ووئيل زه د خېبر پختونخوا اعلی وزير ته خواست كوم چې هغه دې د خپلې صوبې اولس له هڅې وكړي۔ وزیراعظم ووئيل شپه او ورځ به په ځان يو كولو سره ??اكستان يو سوكاله هېواد جوړوؤ۔ وزیراعظم مانسهرہ ??ښې میډیکل کالج، هزارې لپاره جلا الېكړك سپلائي كمپنۍ او مانسهرې لپاره د يو ارب روپو پرمختيائي پېكج اعلان كولو سره ??وئيل د ميډيكل كالج جوړېدو سره به د دې ځائي كوچنيانو ته د خپلې سيمې او د هېواد د خدمت كولو موقعې وركړې شي۔ وزيراعظم ووئيل بلوچستان ??ښې په سولييز چاپېريال ك??ې بلدياتي ټاكنې كېږي په كومو ??ښې چې د ووټ كاروؤنكو ټرن آؤټ 20 څخه تر 35 فيصده دې۔ دا ډېره د داډ وړ خبره ده۔ ده ووئيل د دې نه دا هم ثابت شوه چې د بلوچستان لرې پرتو سيمو ??ښې ژوند كوؤنكې اولس په جمهوري نظام باور لري۔ دې سره سره د امنيتة وضعې ښه كېدل هم د سلامتيا په صورتحال ??ښې د بهترۍ عكاسي كوي۔ وزیراعظم ووئيل په راتلونكي بجټ ك??ې به قابلو او محنتي زده كوؤنكو ته د لېپ ټاپ وركولو منصوبه رامخې ته كوؤ۔