اسلام آباد 30 مئي (اے پي پي) پا??ستان وئيلي دي چې حريت لارښود محمد ياسين ملك ته په يو متنازعه او يو اړخيزه مقدمه كښې د سز?? اورولو نه پس هندي قابض ځواكونو د كشميريانو د قتل سلسله تېزه كړې ده۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې پا??ستان د مقبوضه کشمير په پلوامه ضلع كښې تېره ورځ په پېل كړې شوي پوځي عملياتو كښې د دوه نورو كشميري ځوانانو د ماورائے عدالت وژنې په سختو ټكو غندنه كړې ده، په تېرو څلورو ورځو كښې په اننت ناګ كښې دوه ، په ضلع بارهموله كښې درې او په پلوامه كښې د څلور ځوانانو پشمول د 9 كشميريانو شهادت د غندنې وړ او د كشميريانو په ضد د ظلم او جبر د جاري كمپائن برخه ده ۔ وياند ??وئ??ل هندي پوځ د اګست 5مې نيټې 2019 راهسې د هند غېر قانوني او يو اړخيزه اقداماتو نه پس تر اوسه د 609 نه زيات بې ګناه كشميريان شهيدان كړي دي۔ وياند ??وئ??ل محمد ياسين ملك ته سز?? اورولو نه پس هندي قابض ځواكونو د كشميريانو د قتل سلسله لا تېزه كړې۔ وياند ??وئ??ل چې هند ځواكونه د پبلك سيفټي اېکټ، د آرمډ فورسز سپيشل پاورز اېکټ او د غېر قانوني هلو ځلو مخنيوي اېكټ غوندې د سخت قوانينو له مخې مکمل استثنيٰ سره په مقبوضه کشمير كښې د بشري حقونو خلاف ور??ۍ كوي۔ وياند نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې ھغوي دې په مقبوضه کشمير كښې د بشري حقونو سنګين او په منظم خلاف ور??و هند ځواب وركوٶنكې وګرځوي۔ پا??ستان په نړيوالې ورورولۍ زور رواړې دې چې ھغوي دې په سوئيلي آسياء كښې پائيدار امن او استحكام لپاره د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوند قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د جمو و كشمير كشالې سپېځلي او سوله ايز حل كښې سهولت وركولو لپاره خپل كردار ولوبوي