??سل??م آباد 11 جون(اے پی پی) خارجه وزير بلاول بهټو زرداري په سوريه كښې د فلائټ آ??رېشن معطل كېدو په سبب د محصور پاكستانيانو په سمدستي توګه وطن ته د راوړلو هدايت وكړو. د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د اسرائيلي بريدونو په نتيجه كښې د دمشق هوائي اډې ته د سخت زيان رسېدو په سبب فلائټ آ??رېشن معطل شوے. د فلائټ آ??رېشن په سبب زيارتونو ته تللي 160 پاكستانيان په سوريه كښې محصور شوي دي. خارجه وزير بلاول بهټو زرداري په سوريه كښې د پاكستان سفارت ته په سمدستي توګه د پاكستانيانو راوړلو هدايت كړے. د پاكستان سفارت وئيلي دي چې ټولو پاكستانيا??و سره د سفار?? رابطه جوړه شوې. د ټولو پاكستانيانو وطن ته رسېدو لپاره به زر تر زره انتظامات ترسره كړے شي.