اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ او خاص اقداماتو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د منصوبه بندې وزارت به بلوچستان لپاره د تعليم او پرمختګ په څانګو ك??ې پروژې په تندې سره عملي كولو لپاره مكمل مرسته كوي كومې چې په تېر وخت كښې نظرانداز كړې شوې دي. ده دا خبرې د بلوچستان زده كوونكو سره د ملاقات په مهال وكړې كوم چې وفاقي وزير په خاص توګه وزارت ته رابللي وو. په دې موقع وفاقي وزير احسن اقبال د بلوچستا?? د ??ېلا بېلو ضلعو د زده كوونكو ستونزې واورېدې او د دې زر ازالې لپاره ئې دوي ته باور وركړو. په دې موقع د لوړو زده كړو كميشن لنډمهاله مشره ډاكټر شائسته سهېل هم موجود وه. د خالي په ورځ د منصوبه بندې وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې دا ملاقا?? د ??رې ساعتونو نه زيات روان وو او پكښې د بلوچستا?? د ??ېلا بېلو پوهنتونونو زده كوونو د ميعاري لوړو زده كړو په اړه په ستونزو د خپلو خيالاتو څرګندونه وكړه. د دې ملاقات بنيادي مقصد د زده كوونكو ستونزې اورېدل او د دې فوري حل لپاره اقدامات كول و. وفاقي وزير د زده كوونكو د خيالاتو ستائنه كولو سره دوي ته د بشپړه مرستې باور وركړو. په دې موقع وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل چې د منصوبه بندې وزارت به بلوچستان لپاره د تعليم او پرمختګ په څانګو ك??ې پروژې په تندې سره عملي كولو لپاره مكمل مرسته كوي كومې چې په تېر وخت كښې نظرانداز كړې شوې دي. پروفېسر احسن اقبال زده كوونكو ته ووئيل چې دوي دې الرټ پاتې كېدو سره د رياست په مخالف شكمنو چارو نظر وساتي. ده زده كوونكو ته ووئيل چې په افغانستان كښې مو د پراكسي وار نتيجې كتلې دي، د ځوانانو دا ذمه واري ده چې دوي خپل مل??ري زده كوونكي د رياست مخالف عناصرو د ناوړه پروپېګنډې د استحصال څخه خبر كړي.