اسلام آباد 21 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې په معاشي توګه وروستې پ??تې طبقې ته ريليف وركول د حكومت وړومبې ??رجيح ده، په راتلونكي مالي كا?? كښې به په ووړو، چينې، غوړو/ خوراكي تېلو، دالونو او وريژو ټارګټډ سبسډي وركولې شي، ټول اړوند وزراتونه دې باوري كړي چې سبسډي مستحق او وروستې پ??تې خلقو ته ورسي. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې ده دا خبرې د تخفيف غربت او سماجي تحفظ وفاقي وزيرې او د بېنظير انكم سپورټ پروګرام مشرې شازيه عطا مري سره په خپلو خبرو كښې وكړې كومې چې د نهې په ورځ ده سره ملاقات وكړو. د ملاقات په مهال د هېواد په اوسني سياسي صورتحال خبرې وشوې. په دې موقع شازيه مري وزيراعظم د بېنظير انكم سپورټ پروګرام د روانو پروژو د پرمختګ څخه خبر كړو. وزيراعظم ووئيل چې په معاشي توګه وروستې پ??تې طبقې ته ريليف وركول د حكومت وړومبې ??رجيح ده، په راتلونكي مالي كا?? كښې به په ووړو، چينې، غوړو/ خوراكي تېلو، دالونو او وريژو ټارګټډ سبسډي وركولې شي. ده ووئيل چې ټول اړوند وزراتونه دې باوري كړي چې سبسډي مستحق او وروستې پ??تې خلقو ته ورسي. وزيراعظم ټاركټډ سبسډې لپاره د غربت تخفيف او سماجي تحفظ وزارت ته د خزانې وزارت او د صنعت و پېداوار وزارت په مرسته د جامع حكمت عملې مرتب كولو هدايات هم جاري كړل.