اسلام آباد 26 جولائي (??ے پي پي) د بنګله دېش په كوربتوب كښې د ډي ايټ خارجه وزيرانو د کونسل غونډه به (نن) د شورو په ورځ كېږي،د خارجه چارو وزير مملکت حنا رباني کھر به هائبرډ فارميټ غونډه كښې د پاکستان نمائندګي کوي۔ ډي ايټ ګروپ په 15 جون 1997 استنبول كښې جوړ شوے ؤ۔د پاکستان نه علاوه باني غړو كښې بنګله ديش، مصر، انډونيزيا ?? ايران، ملائيشيا، نائيجيريا او ترکيه شامل دي۔د اسلامي نړۍ 8 پرمختګ كوونكو معيشتونو د يو ارب 10 کروړه څخه زياتو كسانو آبادۍ سره ډي ايټ يو ځانګړے تنظيم دے كوم چې د سوئيلي ختيزې اسياﺀ نه تر افريقې خپور دے ۔ د ډي ايټ غړي ??ېوادونه د نړۍ د 60 فيصده مسلمانانو آبادۍ نمائندګي کوي او د دې د كال جي ډي پي ??قر??باً 4.92 ټريليونه ده۔ د ??ے پي پي رپورټ له مخې پاکستان په نومبر 2012 كښې د 8م ډي ايټ مشرانو غونډې كوربتوب كړے ؤ۔ پاکستان د خارجه وزيرانو کونسل دوو غونډو ،د ګڼو ډي ايټ کمېشن غونډو او د بيلو څانګو د خبرو اترو كوربتوب هم كړے۔ پاکستان د كراچۍ جناح انټرنېشنل هوائي ميدان هم د ډي ايټ هوائي ميدان په توګه نومولے دے