فيصل آباد 08 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي ??زي?? رانا ثناءالله خان وئيلي دي چې د پي ټي آئي مشر قام ګمراه کوي،ټول قام د پاك پوځ سره مي??ه كوي،د هېواد لپاره د خپلو ځاونو قرباني وركونكو ته سلام كوم،په سوشل ميډيا ټرينډ چلونكې ګمراه شوې دي،امناكه احتجاج د هر يو آئيني او جمهوري حق دې خو قانون لاس كښ?? اخستونكو سره به د 25 مئي څخه هم زياته سختي كولې شي،لسبيله په پېښه د پاك پوځ په ضد كمپائن چلونكو او ممنوعه فنډنګ کيس دوه جلا جلا پلټنې رواني دي او په دې كښ?? چې څوك هم ككړ ؤ په ضد به ئې د قانون له مخې کارروائي كولې شي۔د ګل په ورځ فيصل آباد كښ?? ميډيا سره خبرو اترو كښ?? د كورنيو چارو ??زي?? ووئيل د شهيدانو كورنيو لپاره هر ډول خذمت به زمونږ لپاره د اعزاز وړ وي،د هېواد حفاظت او قام ستونزو كه هغه ترهه ګري وي ،قدرتي آفتونه وي ،،پېښي وي په دې ټولو كښ?? د خپلو ځانونو قرباني وركولو سره خپل قام او هېواد سر پورته كړې هغوي ته سلام كوو،د لسبيله چورلكي پېښې شهيدانو ته ټول قام سلام كو او دعا كوو چې لوے څښتن هغوي له لوړي درجې وركړي۔د?? ووئيل دا خبره واضحه كول غواړم چې 22 کروړه اولس كښ?? داسې څوك نشته چې د پاك پوځ سره مي??ه نه كوي ،پاك پوځ په ضد دا ډول ټرينډ چلونكې ګمراه شوې دي،څو وارې مو دا خبره كړې چې د پي ټي آئي مشر قوم تقسيموي او ځوانان بې لاري كوي، قوم كه د دې مخنيوې ونه كړو او خپل اړخ ئې سم نه كړو او دې تن له ئې بيا موقع وركړه نو قام به نور هم تقسيم او ګمراه کړې شي۔د كورنيو چارو ??زي?? ووئيل د قانون په دائره كښ?? پاتې كيدو سره امناكه احتجاج د هغوي حق دې،دې څخه هغوي څوك هم نه منع كوي خو كه د 25 مئي په شان الټي مي??م وركول وي د دې به چرې هم اجازه ورنه كړې شي۔كه تشد،بليك مي??نګ،دھونس او د ټګۍ لاره ئې خپله كړه نو د 25 مئي څخه به زيات سخت ځواب وركولې شي او دې لپاره مونږ چمتو يو۔د يوې پوښتنې په ځواب د?? ووئيل شهزاد اکبر په شان وړندې څخه خبر نه شو وركولې چې څوك به څه وخت نيولې كېږي،دا مهال د هغوي په ضد دوه پلټنې رواني دي،په دې كښ?? د اليکشن کمېشن ممنوعه فنډنګ پريكړه ،لسبيله په پېښه ټرينډ چلونكې انکوائري روانه ده۔په دې كښ?? چې په چا هم جرم ثابت شي نو په ضد به ئې مقدمه درج کولې شي۔د ټي ايل پي د احتجاج په اړه د پوښتنې په ځواب د?? ووئيل پريډ ګراؤنډ او اېف نائن كښ?? د جلسې ځائې سپريم کورټ مقرر کړې دې كه په دغه ځايونو كښ?? جلسه كوي نو بيا به د قواعد له مخې ترسره كولې شي۔د دې به اجازه وركولې شي،قانون او آئين په دائره كښ?? پاتې كيدو سره ټي ايل پي او پي ټي آئي پشمول كوم هم ګوند چې اوغواړي جلسه کولې شي۔ توشه خانه ريفرنس په اړه د پوښتنې په ځواب د?? ووئيل هغه خو نه ټي سيټ پرېښودلې ،نه کوم بل څيز ئې په توشه خانه كښ?? پرېښودلې،توشه خانې څخه ئې ګھړئ وړلو سره بيا هغه خرڅولو سره ئې 20 فيصده جمع کړی او پاتې ئې په خپل جيب كښ?? اچولې دي۔