اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې مونږ د نظريه پاكستان په ځائ ساتلو او پاكست??ن د يو مثالي جديد اسلامي فلاحي رياست جوړولو د عزم پخلې كوو، په خپل 75 كلن تاريخ كښې مونږ په بېلا بېلو كشالو په كاميابې سره قابو موندلې، مونږ نه يوازې اټومي طاقت جوړېدو سره رامخې ته شو بلكې ?? ترهګرې عفريت ته مو هم ماتې وركړې، سږ كال مونږ د آزادې ډائمنډ جوبلي لمانځو او په دې لړ كښې په ټول هېواد كښې بېلا بېلې دستورې كېږي چې مقصد ئې په اولس او په خاص توګه د پاكستان په ځوانانو كښې د قومي يووالي، نظريه پاكستان او د تحريك آزادې په اړه شعور په ډاګه كول دي. ده دا خبرې د پاكست??ن د آزادې د 75مې سالګرې د خ??شحالې په موقع قوم ته مباركي وركولو سره په خپل پېغام كښې وكړې. صدر مملكت ووئيل چې دا ورځ مونږ ته خوږ وطن پاكستان ترلاسه كولو لپاره د قائداعظم م??مد علي جناح په مشرې كښې د پاكست??ن د بانيانو د بې شمېره قربانيو ياد راكوي. صدر مملكت ووئيل چې نن مونږ د نظريه پاكستان په ځائ ساتلو او پاكست??ن د يو مثالي جديد اسلامي فلاحي رياست جوړولو د عزم پخلې كوو. ده ووئيل چې د دې تاريخي موقعې لمانځلو په اړه د ټولو ادارو هڅې د ستائنې وړ دي. صدر مملكت ووئيل چې په دې تاريخي موقع مونږ د پاكستان پوځ او د قانون نافذ كوونكو ادارو هغو ځوانانو ته پېرزوينه وړاندې كوو كومو چې د خ??ږ وطن د دفاع او سلامتيا په خاطر خپل ځانونه قربان كړي دي. ده ووئيل چې د پاكستان د خ??اري كښو، مزدورانو، مېرمنو، كاروباري ټولنې، اقليتونو او د هغو ټولو خلقو د هڅو ستائنه كوم كومو چې د پاكستان په پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كړے. ده ووئيل چې كه هر څو نن پاكستان په معاشي او سياسي كچه ستونزو سره مخ دے خو زه قوي باور لرم چې دا قوم به خپل پوخ عزم، پخې ارادې، وطن سره د مينې، د شپې ورځې محنت، اتحاد، تنظيم، همغږۍ او يووالي د لارې د دې كشالو نه په كاميابې سره راووځي. ده ووئيل چې مونږ د آزادې ورځ لمانځلو په وخت بايد د مقبوضه جمو و كشمير مظلوم او د هند جبر او اسبتداد سره مخ وروڼه خوئېندې هېر نه كړو. هند د څو لسيزو څخه په كشمير كښې د بشري حقونو صريحاً خلاف ورزې كوي. ده ووئيل چې خپلو كشميري وروڼو ته باور وركوم چې پاكستان به د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د دوي د خپلواكۍ ترلاسه كولو د جائزو هڅو هر ډول ممكنه سفارتي او اخلاقي ملاتړ جاري ساتي.صدر مملكت د خپل پېغام په آخر كښې قوم ته ووئيل چې د هېواد رغونې او پرمختګ لپاره ثابت قدم پاتې كېدو سره دې د زړه نه كار جاري وساتي. نن د پاكستان قوم ته د متحد پاتې كېدو ضرورت دے. ده ووئيل چې نن د آزادې ورځې په موقع راځي چې دا لوظ وكړو چې انشاء اللہ مونږ به د دې وطن د خ??قو وقار، عزت نفس او د دې خوږ وطن عظمت او سربلندې لپاره د كومې هم قربانې نه ډډه نه كوو