اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي)د قامي وطن پارټۍ مشر آفتاب احمد خان شېرپاؤ وئېلي دي عمران خان د سياست نه ??وقې جوړې كړي ٬عمران خان د اولس سېلاب غواړي خو د اوبو د سېلاب پلو نه ځي٬د سېلا?? ځپليو مرستې لپاره حكومت او اپوزېشن له په ګډه كردار ادا كول پكار دي٬سېلا?? ځپليو ته پام نه ??ول غفلت دے ٬نړيوال ډورز او نړيوالې كميونټي ته د سېلا?? ځپليو لپاره د مرستې درخواست كول پكار دي٬د پي ټي آئي غړي يو پلو د اسمبلۍ څخه مستعفي وركوي او بل پلو په ضمني ټاكنو كښې هم برخه اخلي٬ په داسې كولو قامي پيسه ضائع كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په اسلام آباد كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔ده ووئيل عمران خان د اولس سېلاب غواړي خو د اوبو د سېلاب پلو نه ځي٬په دې اړه د قامي غفلت څرګندونه ??ېږي۔ده ووئيل داسې معاشي صورتحال كښې اولس ډېر پرېشانه دے او صورتحال په قابو كښې نه دے ٬بل پلو عمران خان خپله سلسله شورع كړی ٬ هغه له حكومت مستحكم كول پكار دي خو هغه ئې د عدم استحكام ښكار كوي٬ ده ووئېل عمران خا?? په خپل يو تقرير كښې هم د سېلاب خبره نه ده كړې٬عمران خا?? په موجوده حكومت د معيشت پړه اچوي خو د هغه خپله كاركردګي څه وه ٬ ده ووئېل عمران خان پخپله د آئي اېم اېف د لوظ نامې خلاف ورزي كړی ٬ په دې سبب سختې پريكړې شوي٬مونږ ته دا مهال تر ټولو زياته پرېشاني دا ده چې اولس ته تراوسه رېليف نه دي ترلاسه شوے۔آفتاب احمد خان شېرپاؤ ووئيل د برېښنا او ګاز لوډشېډنګ سلسله بيا پيا پېل شوې ٬د بل پلو د برېښنا زيات بلونه؟ ده ووئېل دا وجه دې وښودلې شي چې په خېبرپښتونخوا كښې كوالټي برېښنا نه ??ركړې كېږي او بلونه زيات راځي۔ده ووئيل په خېبرپښتونخوا او هېواد كښې د امن او امان صورتحال تشويشناك دے٬په خېبرپښتونخوا كښې ټارګټ كلنګ او د يرې فضا ده٬ قلنګ اغستل هم شروع شوے ٬مېرمنو او ماشومانو سره د جنسي زياتۍ كيسونه ??م هره ورځ زياتېږي٬په نېشنل ايكشن پلان دې بيا د سره عمل وكړے شي