اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله په كراچۍ كښې په نامعلومه توګه د درېو كسانو د مړو د ترلاسه كېدو په معامله د افسوس څرګندونه كولو سره د پېښې د پلټنو كولو پريكړه كړې۔د شورو په ورځ د كورنيو چارو وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله ٬ د اقتصادي چارو وفاقي وزير سردار اياز صادق د اېم كيو اېم لارښودو وفاقي وزير امين ا??حق او خالد مقبول صديقي سره ملاقات وكړو۔د كراچۍ په پیښه د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀالله د افسوس څرګندونه وكړه او د پېښې د پلټنو كولو پريكړې ئې كړی۔د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله د كراچۍ پېښې په سختو ټكو غندنه وكړه۔ده د حق رسېدلو كسانو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔د كورنيو چارو وفاقي وزير په پېښه كښې د ككړو كسانو په ضد د سختې كاروائۍ ب??ور وركړو۔ده ووئيل د بې دركه كسانو د مړو ترلاسه كېدو د پیښې سخته غندنه كوم٬س??دھ حكومت س??ه به په ګډه د پیښې پلټنې كولې شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله ووئيل ذمه وار به انصاف سره مخ كولې شي او د هغوي په ضد به سخت ا??كش?? اخستلے شي۔