اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د اتحادي حكومت په هڅو پاكستان په نړيواله توګه د تنهائۍ څخه ساتلے شوے ، تېر حكومت د هېواد خارجه پاليسۍ ته لوئې زيان رسولے ،د دوست هېوادونو سره اړيكي هغسې نه وې پاتې ، تېر حكومت پاكستان يواځي كړے ؤ، دوست او وروڼه هېوادونه مرور وؤ ، د سيلاب له ا??له 30 اربه ډالره زيان شوے ، 1600 كسان مړه شوي، فصلونه تباه شوي ، د وګړو املاك ته زيان رسيدلے ، د نيو يارك دورې په مهال د نړيوالو لارښودو سره ملاقاتونو كښې په پاكستان كښې د سيلاب صورتحال ذكر شوے،د امريكې صدر پاكستان كښې د سيلاب له ا??له په شوې زيان پاكستان سره د يووالي څرګندونه كړې ٬ په دې مونږ د هغوي مننه كوو، د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ كښې په پاكستان كښې د سيلاب تباهۍ ، د كشمير په مسئله ا?? فلسطين او نړۍ كښې د اسلامو فوبيا په اړه مو د پ??كستان موقف وړاندې كړے،د نن پرېس كنفرنس مقصد شنګھائي كنفرنس او ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ غونډي په موقع نړيوالو لارښودو سره د ملاقاتونو په اړه ميډيا په اعتماد كښې اخستل دي ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهي په ورځ خبري كنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ وزيراعظم وو??يل د موسمي بدلون له ا??له راغلي سيلاب كښې د پ??كستان كوم كردار نه ؤ، د كاربن اخراج كښې د پ??كستان برخه يو فيصد څخه هم لږه ده۔ده وو??يل سمر قند كنفرنس كښې شريكو هېوادونو مشرانو سره د ډاډ وړ ملاقاتونه شوي، سمر قند كښې په شنګھائي كنفرنس كښې د سيلاب څخه ګډون كوونكي خبر ګړې شوي، نيويارك كښې د نړۍ مشرانو سره زمونږ ملاقاتونه شوي، ده وو??ېل د ايران صدر، فرانس صدر، بيلجيم وزيراعظم، جاپان وزيراعظم پشمول نړيوالو لارښودو سره ملاقات كښې د سيلاب تباه كارو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوي، د امريكې صدر هم د پ??كستان سره د يووالي څرګندونه كړې٬ په دې مونږ د هغه مننه كوو۔ده وو??يل د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلي غونډه كښې پاكستان كښې د سيلاب تباهۍ ،د كشمير او فلسطين په مسئله ا?? د اسلامو فوبيا په اړه د پ??كستان موقف وړاندې كړے شوے ۔ده وو??يل د بده مرغه اسلامو فوبيا په اړه نړۍ كښې يوه فتنه راپيدا شوې د كومي مخنيوي ته چې اړتيا ده۔ده وو??يل په هند كښې د مسلمانانو سره ناروا سلوك كېږي، مونږ د هغې غندنه كوو۔ده وو??يل هند كښې د مسلمانان?? ژوند تنګ كړے شوے،په كشميريانو ظلم روان دے ، په 5 اګست 2019ء هند كښې آرټيكل 370 ختم كړے شوے،دې څخه زيات نور څه كيدې شي۔ وزيراعظم وو??ېل په دې ټولو اړخونو مونږ د پ??كستان موقف په ښه ډول وړاندې كړے ۔ وزيراعظم شهباز شريف وو??يل د نيويارك دورې په مهال خارجه وزير بلاول بھټو زرداري، وفاقي وزيري شيري رحمان، وفاقي وزيري مرېم اورنګزيب، وفاقي وزير احسن اقبال، وفاقي وزير خواجه آصف پشمول خارجه سيكريټري بشپړه مرسته كړې ۔ده وو??يل د اتحادي حكومت په هڅو پاكستان د يواځي والي څخه ساتلے شوے ۔ تېر حكومت پاكستان د تنهائې ښكار كړے ؤ، ده وو??ېل پي ټي آئي خارجه پاليسۍ ته لوئې زيان رسولے ، وروڼه ا?? دوست هېوادونه مرور دي۔ده وو??يل ما ته د ځيني هېوادونو مشرانو د تېر حكومت په اړه چې كوم څه وئيلي هغه نه شم بيانولې،د پ??واني دور واكمنو چې كومه رويه اختيار كړې وه هغې سره پاكستان ته لوي زيان رسيدلے ۔ده وو??يل اتحادي حكومت په ګډه هڅو سره پاكستان د آئسوليش څخه بهر كړے ، مونږ مخ په وړاندې روان يو،د ملګرو هېوادونو سره اړيكي بحالېږي۔ده وو??يل د لوي څښتن په فضل او كرم سره مونږ يو نيوكليئر طاقت يو ، دښمن زمونږ پلو نه شي كتلے خو زمونږ معاشي صورتحال ته تير حكومت لوي زيان رسولے۔ده وو??يل بايد مونږ په ټولو څانګو كښې په شريك احترام او عزت او وقار سره خبره وكړو