اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) خار??ه وزير بلاول بهټو زرداري د امريكې خپل هم څنګ انټوني بلنكن سره په واشنګټن كښې ليدلي دي ٬ په دې مهال امريكې په پاكستان كښې د سېلاب ځپليو مرستې لپاره د 56.1 ملين ډالر د وړاندې څخه د اعلان كړې مرستې نه علاوه د نورو 10 ملين ډالره د مرستې اعلان كړے۔د نهې په ورځ د خ??رج?? دفتر وياند له مخې خار??ه وزرير بلاول بهټو زرداري په واشنګټن كښې د امريكې خار??ه وزير انټوني بلنكن سره ملاقات كړے۔خار??ه وزير د امريكې خپل هم څنګ ته په پاكستان كښې د سېلاب له امله د تباهۍ په اړه ووئيل چې پكښې 33 ملين څخه زيات خلق بې كوره شوي او د قيمتي زيان نه علاوه معاش ذريعو ته هم زيات زيان رسېدلے دے۔ده د پاكستان حكومت او اولس د مرستې هلو ځلو په اړه د امريكې خار??ه وزير خبر كړو او په مرسته يې د امريكې حكومت مننه وكړه۔خار??ه وزير ووئيل چې كوم هم هېواد د دې سخت بحران پخپله يواځې مخ نيوې نشي كولے۔ ده په دې خبره زور راوړو چې پاكستان د موسمياتي بدلون څخه تر ټولو زيات ځپلے شوو هېوادونو كښې شامل دے ۔خار??ه وزير ووئيل پاكستان د موسمياتي انصاف خوښي لري او په دې لړ كښې خپلو شراكتدارو پلو ګوري دغسې چې هغوي د دې موسمياتي آفت څخه وتلو له زمونږ مرسته وكړي۔خار??ه وزير په منطقه كښې د امن٬سلامتيا او اقتصادي خوشحالۍ ودې لپاره د پاكستان امريكې د اړيكو تاريخي او په زيات شوي اهمي?? زور راوړو۔د امريكې خار??ه وزير په پاكستان ګښې د سېلاب له امله په قيمتي ځاني او په اقتصادي زيان پاكستان سره د غمرازۍ او يووالي څرګندونه وكړه۔ده د بحالۍ او بيا رغونې چېلنجونو مخ نيوي كښې د پاكستان سره د مرستې جاري ساتلو د امريكې د عزم پخلے وكړو۔خار??ه وزير بلاول بهټو زرداري د بشري بحرا?? مخ نيوي لپاره د افغانستان د مرستې او په ضرورت هم خبرې وكړې او په دې خبره يې زور راوړو چې پاكستان به په افغانستان كښې امن٬پرمختګ او استحكام لپاره د نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه خپل كار جاري ساتي۔دغسې د امريكې خار??ه وزير د افغانستان څخه د وتلو په مهال د پاكستان لخوا په ملاتړ مننه وكړه۔په خ??رج?? محكمه كښې د پاكستان او امريكې ترمينځه د سفارتي اړيكو 75مې سالګرې لمانځلو دستورې په موقع د امريكې خار??ه وزير انټوني بلنكن د سېلاب ځپليو لپاره د اضافي 10 ملين ډالره اعلان هم وكړو په كوم چې د پاكستان خار??ه وزير د هغه مننه وكړه