اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د سينيټ چي??رمين محمد صادق سنجراني وئيلي دي چې ملګرو ??ېو??دونو سره دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركول غواړؤ٬ مينځني آسيائي ??ېو??دونه دې د تجارت لپاره ګوادر بندر ځايونه وكاروي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د كرغزستان سفير الانيبك توتيوف سره په خبرو كښې وكړه چا چې د جمعې په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې هغه سره ملاقات وكړو۔ د ??ېن??ټ سېكرټرېټ له مخې په ملاقات كښې په بيلو څانګو كښې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ??ېن??ټ چي??رمين ووئيل چې ملګرو ??ېو??دونو سره دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو كښې خوښي لرؤ۔ د ??ېن??ټ چي??رمېن د كرغز سفير په پاكست??ن كښې د سرمايه كارۍ ممكنه موقعو څخه خبر كړو۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې د كرغز سفير ووئيل چې د كرغزستان حكومت پاكستان سره د اړيكو په لا پراخا كولو كښې خوښي لري۔ زمونږ ??ېو??د پاكستان سره تجارت٬سرمايه كارۍ او كاروبار زياتولو ته چمتو دے۔ د كرغز سفير د اوسني سېلاب بارانونو په سبب په رامخې ته شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كولو سره د خپل ??ېو??د لخوا د مرستې باور وركړو۔ ده ووئيل په دې سخت وخت كښې د پاكستان حكومت او اولس سره ولاړ يو۔