اسلام آباد 06 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي زه ?? تباه كن سيلاب نه پس د مرستي سوال نه كوم بلكه د آلودګۍ خپرونكو مالدارو هېوادونو څخه ماحولياتي انصاف غواړو، مونږ د مالي معاونت خبره كوو خو دا د پور په صورت نه ده پكار،نړيوالي ورورولۍ له د سيلاب ځپليو بحالۍ او تعميرنو لپاره د لا ښو او لويو پروژو سره راوړاندې كيدل پكار دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د برتانيې ورځپاڼي’’دي ګارډين‘‘ سره مركه كښې وكړه۔ده ووئيل د سيلاب له امله پاكس??ان كښې لويه تباهي شوې ٬ مونږ د سيلاب نه پس د آلودګۍ خپرونكو مالداره هېوادونو په وړاندې كچكول نشو راغستے ، مونږ له د ن??يوالي ورورولۍ څخه ماحولياتي انصاف پكار دے۔وزيراعظم خبردارے وركړو چې پاكس??ان د پشكال بارانونو نه پس صحت ، د خوراك تحفظ او په عارضي توګه د بې كوره شوو كسانو بحالۍ غوندې لويو چيلنجونو سره مخ يو، د دې بارانونو په نتيجه كښې د سيلاب له امله د هېواد زياته برخه د اوبو لاندې راغلې،په ځيني سيمو كښې زيات طوفاني بارانونه شوي۔ شهباز شريف ووئيل ما په خپل ژوند كښې دورمره لويه توګه تباهي او د خپلو وګړو تكليفونه نه وؤ ليدلي، هغوي په خپل هېواد كښې د ماحوليات له امله كډوال شوي۔ده د ن??ړيوالي ورورولۍ د اړخه وركړې شوے په اربونو روپۍ فنډز، عطيات او د نورې مرستې كولو لوظونه ناكافي ګرځولو سره ووئيل د ماحولياتي بدلون څخه زمونږ په هېواد كښې شوې تباهي زمونږ د معاشي وسائلو څخه زياته ده،زمونږ د شت?? وسائلو او ضروريات ترميڼځه فرق زيات دے كوم چې ورح په ورځ زياتيږي۔ وزيراعظم ماحولياتي انصاف په اړه په ډاګه ووئيل مونږ په چا تورونه نه لګوو، مونږ پخپله ځپلې شوې يو، آيا ما له د كچكول سره د مرست?? اپيل پكار دے ؟ دا لويه صدمه ده ، دا نا انصافي ده او غيرشفافيت دے۔ده ووئيل مونږ د چين او پيرس كلب پشمول ټولو څخه د غيرملكي قرضو د معطل كولو په امكانات خبري اترې كوو چې پاكس??ان به په هيڅ صورت هم نادهنده نه شي۔ مونږ د مالي مرستې خبره كوو خو دا د نورو قرضو په صورت نه۔ وزيراعظم ووئيل زه د همدردې د بيانونو مننه كوم خو دغه اعلانات په عملي اقدامات بدلولو ته اړتيا ده، نړيواله ورورولي ښه كار كوي خو دا پوره نه ده بايد هغوي د سيلاب ځپليو بحالۍ او تعميرنو لپاره نورې ښو او لوئي منصوبو سره راوړاندې شي۔ شهباز شريف ووئيل شت??ندو هېوادونو يوه لسيزه وړاندې پرمختګ كوونكو هېوادونو لپاره د كوم هم موسمياتي هنګامي صورتحال مخنيوي لپاره په يو كال كښې د 100 اربه ډالره ماحولياتي فنډ وركولو لوظ كړے ؤ،هغه روپۍ چرته دي ؟ مالداره هېوادونو له خپل دغه لوظ پوره كولو له دا ښه وخت دے۔ده ووئيل مونږ د تلافي نه وايو ، زما خيال دے چې دا وخت د تلافي خبره مناسب نه ده خو بيا هم زه چې څه وايم هغوي له د دې صورتحال نوټس اخستل پكار دي او د ذمه وارۍ څرګندونه كول پكار ده ۔ده ووئيل نه يواځي پاكس??ان بلكه نړۍ لپاره دې څخه وړاندې چې ناوخته شي او د زيان آزاله ممكن نه وي،بايد په سمدستي توګه اقدامات وكړي