اسلام آباد۔11نومبر(اے پی پی) په سپريم كورټ كښې تعينات شويو نوې درې ججانو صاحبانو سوګند پورته كړو۔ د سوګند پورته كولو دستوره د جمعې ??ه ورځ د سپريم كورټ ودانۍ په سېریمونیل هال كښې وشوه۔ د دستورې پې?? د ??رآن پاك تلاوت څخه وكړے شو دې څخه وروسته په سپريم كورټ كښې د ججانو صاحبانو تعيناتۍ سره اړوند نوټیفکیشن واورولے شو۔ وروستو چیف جسټس آف پاکستان جسټس عمر عطا بندیال د سندھ هائی کورټ جج جسټس سید حسن اظهر رضوی، د لاهور هائی کورټ جج جسټس شاهد وحید او د اسلام آباد هائی کورټ چیف جسټس اطهر من اللہ څخه د سپريم كورټ جج په حېث سوګند واخست۔ د سوګند پورته كولو دستوره كښې د سپریم کورټ ججانو٬ د سپریم کورټ بار ایسوسی ایشن صدر عابد زبېر او د بار اېسوسي اېشنز است??زو ٬ مشرانو وكيلانو ٬ اېډووكېټس آن ريكارډ ٬ د ميډيا است??زو او د سپريم كورټ عملې ګډون ك??لو۔