اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د شمالي وزيرستان ميرانشاه سي??ه كښې د ځانمرګي بريد غندنه كړې ده۔د وزيراعظم آفس ميډياونګ د اړ??ه جاري شوې بيان له مخې وزير اعظم د حوالدار محمد ا??ير او يو وګړي په شهادت د افسوس او ك??رنۍ سره د غمرازۍ څرګندونه كړې ده۔ وزيراعظم ووئيل په مسلمانانو بريد كونكي مسلمان نه شي كيدې،ترهه ګر د دښمنانو ملاتړ كونكې دي كوم چې پاكستان عدم استحكام سره مخ كول غواړي، د پاكستانيانو د ويني د څاڅكي څاڅكي حساب به اخلو، ككړ كسان به انجام ته رسولې شي۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان اولس او امنيتي ځواكونو د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره لويې قربانۍ وركړې دي،شهيدانو ته سلام كوو چا چې د هېواد لپاره قربانۍ وركړې دي۔ وزير اعظم د شهيدانو لوړو درجو او غمجنيو ك??رنيو له د صبر او زغم دعا اوكړه۔