اسلام آباد۔18دسمبر(اے پی پی) دبهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې هې??وک نۀ غواړي چې افغانستان د ترهه ګرۍ په سيمه ايز مركز بدل شي، مونږ دافغانستان موقت حکومت سره په ګډه کار کول غواړو٬ د كابل او اسلام آباد ترمينځه تېرو څو مياشتو كښې په پوليزو سيمو كښې اړيكو كښې تاؤ تريخوالې رامخې ته شوې دې٬ هېواد كښې د ویجاړونکي سیلابونو له امله د اغېزمن شويو بحالۍ لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړ ترلاسه كوؤ ٬ دا مرسته به معاشي بحالۍ لپاره زمونږ د عمل پېل وي۔ یوې بهرنۍ ورځپاڼې ته ??ه مرکه کښې نوموړي ووئيل د روانې اونۍ ??ه مهال د نيويارك په دوره كښې د جي 7 وزارتي كنفرنس ??ه موقعه د ملګرو ملتونو عمومي ??ېك??ر انتونيو ګوترېشن سره ملاقات كښې د ملګرو ملتونو مشر د پاكستان په سېلاب ځپليو سيمو كښې په بشري بنيادونو د مرستې او بحالۍ كارونو لپاره د خپل بشپړه ملاتړ پخلې وكړو۔ د مون سون بارانونو ٬ كوم چې د موسمياتي بدلونو له امله زيات وو ٬ د راغلي سېلاب په نتيجه كښې 20 لكه كورونه ځپلي شوي او 1700 كسان مړه شوي دي۔ ده ووئيل دملګرو ملتونو عمومي ??ېك??ر د دې عزم پخلے وكړو چې د پا??ستان د ځپلو سيمو بيارغونه يې لمړيتوب دے۔ دبهرنيو چارو وزير ووئيل دعمران خان ??ه مشرۍ كښې تېر حکومت دهيواد د موجوده اقتصادي وضعې ذمه وار دے چې له امله يې پا??ستان د ډيفالټ كېدو خطر سره مخ وو۔ ده د يوې پوښتنې په ځواب کښې ووئيل چې د ترهه ګرۍ د پېښو د مخنيوي لپاره طالبانو سره د خبرو عزم لرؤ٬ هېڅ هېواد نۀ غواړي افغانستان د ترهه ګرۍ ??ه مركز كښې بدل شي۔ مونږ غواړو د افغانستان له انتقالي حکومت سره په ګډه کار وكړؤ دغسې چې د دغه ډلو مقابله كولو كښې خوښي او صلاحيت يۍ ولرؤ۔ ده ووئیل چې د کابل او اسلام اباد اړیکې په وروستیو څو میاشتو کښې په ځانګړې توګه په سرحدي سیمو کښې ترینګلې شوې دي۔ تېره اوونۍ هم له پولې اخوا د توپونو په ډزو كښې 8 پا??ستاني وګړي او ګڼ شمېر افغان سرتېري وژلې شوي وو۔ روانه مياشت په کابل کښې د پا??ستان په سفارت ډزې وشوې۔ بلاول بھټو ووئیل چې هغه زر افغانستان ته د تللو كومه اراده نه لري۔ د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو له کمېسیون څخه د ایران د ويستل كېدو په اړه بلاول بهټو ووئیل چې زما په اندازه دا كوم ښه مثال نه دے۔ وړاندې له دې چې ادارې څخه د ايران د ويستلو د پرېکړې لیک تصویب شي، ایران د غړیتوب په توګه ویستل شوے ، ټولو 29 هېوادونو د دې پرېکړې لیک په حق کښې رایې ورکړې، د چین، نایجیریا، عمان، روسیې په ګډون 8 هیوادونو د پرېکړې لیک مخالفت وکړو او 16 په سر شمېرنه كښې برخه نه وه اخېستې۔