اسلام آباد 19 دسمبر(اے پی پی) د نشه اي توكو وفاقي وزير نوابزاده شازين بګټي وئېلي دي پاكستان سعودي عرب سره خپلو اړيكو ته اهميت وركوي ځكه چې سعودي عرب سره پاكستان د ورورولۍ اړيكې لري٬د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه په ټولو څانګو كښې نزدې دوه اړخيزه٬د ورورولۍ او تاريخي مرسته پاتې شوې٬د پاكستان حكومت او اولس د دواړو رياستونو ترمينځه د نشه اي توكو قاچاق مخ نوي هڅو لپاره د اقتصادي ډومين نه پرته شريكه مرسته لا متنوع كول غواړي٬مونږ د اوسني سېلاب په مهال د ورور ??ېواد د ملاتړ او د مخلصانه مرستې د زړه نه ستائنه كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د ګل په ورځ د سعودي عرب جنرل ډائرېكټورېټ آف ناركوټكس كنټرول ډائرېكټر جنرل محمد بن سيد القراني سره په ملاقات كښې كړې۔په دې موقع محمد بن سيد القراني ووئيل سعودي عرب او پاكستان د باور ??ړ ملګري او وروڼه دي٬د هغوي تاريخي رشته په شريك ا??تر??م او په باور اډانه ده۔ده ووئيل سعودي عرب تل د نشه اي توكو مخ نيوي او قاچاق مخ نيوي هڅې ستائېلې او په دې لړ كښې خپل كردار لا ادا كول غواړي۔