اسلام آباد۔27دسمبر(اے پی پی) د نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی چیئرمېن لېفټېننټ جنرل انعام حېدر ملک په پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ س??ه د هغه په دفتر كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه همكارۍ او د ډیزاسټر مېنجمنټ په څانګه كښې د پېشګي او فعاله اقداماتو په اړه خبرې وشوې۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن د روان كال س??لا?? په مهال په بشپړه مرسته كولو د چينائي حكومت مننه وكړه۔ ده په س??لا?? ځپليو سيمو كښې د بحالۍ پړاؤ لپا??ه د چين لخوا د روانې مرستې ستائنه كولو سره په سباؤن كښې په تكنيكي اصولو د اډان?? لرونكې نېشنل اېمرجنسی آپرېشن سېنټر(اېن ای او سی) تشكيل كولو سره اړوند د منصوبې تفصيلات شيئر كړل كومه به چې ټولو م??ستيال او اړوندو ادارو سره په ګډه د مرستې خذمات ترسره كوي۔ د چين سفير د موسمياتي بدلونونو دلاسه د رامخې ته شويو آفتونو م??نيوي لپا??ه د ګډې اقداماتو او پاكستان س??ه د دوه اړخيزه اړيكو په لا پراختيا زور راوړو۔ ده د اېن ډي اېم اے او د چين د اېمرجنسي مېنجمنټ وزارت (اېم اي اېم) ترمينځه د ټېكنالوجي او م??لوماتو تبادلې ٬ ابتدائي وارننګ سسټم او د موسمي پېشګوئۍ جاج اخستو سره س??ه د پېشګي تيارۍ او رېسپانس څانګې بيا د سر نه تشكيل كولو لپا??ه د يوې بشپره او دوه اړخيزه موافقې وړاندېز وركړو۔ ده د اېن ډي اېم اے او اېم اي اېم ترمينځه د تړون په لا مضبوطولو هم زور راوړو۔